د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستانی پوځ د نوي سنګر پرانیستو پلان لري.پنېټا


د امریکا د دفاع وزیر لیون پنېټا
د امریکا د دفاع وزیر لیون پنېټا


بوریوال کاکړ

پراګ : د امریکا د دفاع وزیر لیون پنېټا اسوسیېټډ پریس خبري اژنس ته ویلي چې د پاکستان پوځ په لنډ وخت کې د افغانستان پولې ته نژدې په خپله یوه قبایلي سیمه کې د وسله والو پر ضد د عملیاتو پیلولو تابیا کړېده. دا د امریکايي چارواکو هغې غوښتنې ته یوه اشاره ده چې د هغوی په وینا پاکستان دي په شمالي وزیرستان کې د مېشتې حقاني شبکې پر ضد عملیات وکړي. خو پاکستاني چارواکي وايي ، دوی پر یوه وخت پر ډېرو محاذونو جګړه نه شي کولای.

اوس پوښتنه دا ده چې ایا پاکستان د امریکا د دې غوښتنې منلو ته تیار شوی دی او که نه ؟ که چیري په شمالي وزیرستان کې عملیات کوي نو به یې یوازې د حقاني شبکې پر ضد کوي او که د ټولو وسله والو ډلو پر ضد؟

د امریکا د دفاع وزیر لیون پنېټا وايي ، ده ته یې کره نېټه نده مالومه خو د پاکستان پوځ په نژدې راتلونکي کې د افغانستان له پولې سره نژدې په یوه قبایلي سیمه کې د وسله والو پر ضد د عملیاتو پیلولو پلان لري.

د لیون پنېټا اشاره شمالي وزیرستان ته ښکاري چیري چې د دوی په فکر حقاني شبکه مېشته ده او له هغه ځایه په افغانستان کې پر نړیوالو او افغان ځواکونو بریدونه کوي.

پاکستان تل د امریکا د دې غوښتنې منلو ته زړه نا زړه پاتې شوی دی چې په دې سیمه کې پوځي عملیات وکړي.

په اسلام اباد کې د سیاسي چارو کارپوه حسن عسکري مشال راډیو ته وویل ، یو خو پاکستان د داسې عملیاتو څرګنده اشاره نه ده ورکړې او بل په دې سیمه کې تر هغه وخته بریالي عملیات نه شي کېدای تر څو چې له دې سیمې د وسله والو د تښتېدو مخه نه وي نیول شوې.

( په شمالي وزیرستان کې به تر هغه وخته عملیات بې ګټي وي تر څو چې دا سیمه په بشپړه توګه په ولکه کې نه وي اخیستل شوې. هغه ځکه چې که هلته عملیات کیږي نو به هغه خلک افغانستان او نورو قبایلي سیمو ته ولاړ شي او داسې به هغوی خپل ژوند وژغوري. نو که په شمالي وزیرستان کې عملیات کول وي نو دي لومړی له افغانستان سره پوله باید وتړل شي او که داسې ونه کړي نو به دا عملیات ناکامه وي ).

د امریکا د دفاع وزیر لیون پنېټا ویلي ، د دې عملیاتو لومړی هدف به حقاني شبکه نه بلکې پاکستاني طالبان وي.

په پېښور کې مي د سیمه ییزو چارو له کارپوه رحیم الله یوسفزي څخه وپوښتل چې د امریکا غوښتنه خو پاکستاني طالبان نه بلکې حقاني شبکه په نښه کول وو.

نو هغه راته وویل ،

( زما په فکر خو د پاکستان حکومت او پوځ چې له امریکا سره کومې خبرې کړې دي په هغه کې یې دا ورته ویلي دي چې دوی به لومړی د هغو خلکو پر ضد عملیات کوي چې د پاکستان لپاره خطر دي. نو په هغه کې به دوی د تحریک طالبان پاکستان د حکیم الله مسود ډلې پر ضد دا عملیات کوي ).

دلته پوښتنه دا راپورته کیږي چې پاکستان به د حافظ ګل بهادر له وسله والې ډلې سره څه کوي ، چې نه یوازي په شمالي وزیرستان کې فعاله ده بلکې د پاکستان پوځ یو پر بل د برید نه کولو تړون هم ورسره لاس لیک کړی وو؟

رحیم الله یوسفزی د دې پوښتنې په ځواب کې وايي .

( دواړه فریقه وايي چې دا تړون اوس هم شته او هلته به داسې عملیات نه کیږي. یا خو به له هغوی سره دا پرېکړه ختمیږي او بیا به د هغوی پر ضد هم عملیات کیږي خو ماته داسې نه ښکاري. زما مالومات او خیال دا دی چې لومړی به عملیات د حکیم الله مسود د ډلې او د هغوی د نورو ملګرو پر ضد وشي په کوم کې چې القاعده هم شامله ده . او بیا که له حافظ ګل بهادر سره لانجه راغله نو به دا جګړه نوره هم اوږده شي او زه فکر نه کوم چې پاکستان دي د ټولو پر ضد پر یوه وخت عملیات وکړي ).

د پاکستاني پوځ مشر جنرال اشفاق پروېز کیاني پرون د دې پوځ په کاکول روزنیز مرکز کې د یوې غونډې پر مهال ویلي دي چې که په پاکستان کې د اورپکیتوب مخه ونه نیول شوه نو دا ملک د کورنۍ ولسي جګړې له خطر سره مخامخ کېدای شي.

د سیاسي چارو کارپوه حسن عسکر وايي ، دا خبره سمه ده خو د پاکستان پوځ د ځینو اورپکو ډلو پر فعالیتونو سترګي پټوي.

(دا خبره خو سمه ده چې په پاکستان کې سخت دریځي او تشدد مخ پر زیاتېدو دی. او ښکاره خبره ده چې له دې و ټولنې ته خطره ورپېښه ده. لیکن په دې لړ کې بدلون یوازې د بیانونو تر حده لیدل کیږي. ځکه چې موږ ته مالومه ده چې ډېرې اورپکې ډلې فعالي دي پر کوم چې پوځ او حکومت سترګې پټوي. نو اصل خبره به هغه وخت څرګندیږي چې عملي ګامونه پورته کړل شي ).

رحیم الله یوسفزی وايي د ترهګرۍ د مخنیوي په لړ کې د پاکستان په دریځ کې اوس یو څه بدلون لیدل کیږي.

( مخکې پاکستان زیات کوشش نه کاوی اوس یې په دې کې کوي چې پر افغان طالبانو د دې لپاره فشار راولي چې هغوی د کرزي له حکومت سره خبرو اترو ته کښېني. خو افغان طالبان اوس مهال دا خبره نه مني. امکان لري چې پاکستان هغه طالب مشران له افغان حکومت سره پر کښېنستلو مجبوره کړي چې په پاکستان کې بندیان دي. یانې د پاکستان په تګلاره کې اوس دا بدلون راغلی دی چې هغوی غواړي له افغان حکومت سره زیاته مرسته وکړي).

د امریکا د دفاع د وزیر لیون پنېټا دا څرګندونې له هغه وروسته مخې ته راغلي دي چې امریکايي ولسمشر باراک اوباما یو داسې بل منظور کړ چې حقاني شبکه یو بهرنۍ ترهګره ډله وګرځوي.

XS
SM
MD
LG