د لاسرسي ځای
عمومي پاڼې یا موضوع ته لاړ شئ
عمومي یا کورپاڼې ته لاړ شئ
لټون ته ورشئ
کور
لنډ خبرونه
پښتونخوا او قبایل
بلوچستان
پاکستان
افغانستان
نړۍ
ځانګړې مرکې، شننې
انځور او ویډیو
اوونیزې خپرونې
۱۴ ساعته راډیويي خپرونې
Gandhara
موږ وڅارئ
د ازادې اروپا راډیو ټولې ووبپاڼې
لټون
ژوندۍ
ژوندۍ
لټون
پخوانی
بل
تازه خبر
د یارانو مشال
نعیم طوری وايي ژوند له موسیقۍ پرته نیمګړی دی
اګست ۱۳, ۲۰۱۲
پښتون سندرغاړی نعیم طوری
نعیم طوری وايي ژوند له موسیقۍ پرته نیمګړی دی
چاپ کړئ
نجیب عامر
ـــــــــــــــــــــــ
نعیم طوری نن سبا دیو ښه سندرغاړي په نوم شهرت لري. دهغه اصلي نوم نعیم الله خان دی. هغه د نولس سوه پنځه اویایم کال د مئ په اوله نیټه دکرمې ایجنسۍ په کڅ بل یامین کې زیږیدلی دی. ده په پېښور او سوات کې تر لسم جوماته پورې ذدکړې کړي دي. کالج یې تر څوارلسم جوماته پورې په پاړه چینار کې لوستلی او او ماسټرز یې د پېښور پوهنتون د سوشل ورک څانګې نه کړی دی.
نعیم طوری وايي د وړوکوالي نه سیلانی او مستانه و. لوبې یې خوښیدلې ، کرکټ به یې کولو ،چرګان او مړزان به یې ساتل. مرغۍ به یې ویشتې ، مالونه به یې څرول او په پوله پټي کې به یې یکه زار پورته کولو. دی وايي داسې احساس ورته کیده چې اواز یې ښایسته دی.
نعیم طوری لا په پېښور پوهنتون کې و چې د افغانستان د مشهور موسیقار استاذ غلام سخي او د هغه د زوی همایون سخي سره یې وپیژندل، دهغوی سره ناستې پاستې نعیم طوري ته ډیره ډاډګیرنه ورکړه او د باجې ذدکړه یې وکړه.
وروسته د نعیم طوري پیژندګلوي د پښتو ژبې د خوږ ژبې شاعر رحمت شا سایل سره وشوه او دواړو یو بل د ځان لپاره لازم او ملزوم وګڼل. دده اولنی کیسټ اوډین میوزیک سنټر خپور کړو چې ( د رحمت شا سایل سره اول ماښام ) نومیده. تر هغې وروسته دده په تیرو لسو کلونو کې د سندرو اوه کیسټونه خپاره شوي دي.
نعیم طوري که څه هم د رحمت شا سایل کلام ډیر زیات ویلی خو ددې ترڅنګ یې اولسي ټپې، او سروکې هم ډیر په ښه انداز کې ویلي او همدارنګه یې د لر او بر ددې مهال د ښوښو شاعرانو پیر محمد کاروان، بابر زي، درویش دراني،حسینه ګل ، روغاني او عزیز مانیروال شعرونه هم ویلي دي.
نعیم طوری هنر د شوق لپاره کاروي او د ژوند د تیرولو لپاره د زمکو او د ګاډو د خرڅولو او اخیستلو کارو بار کوي.
دا خوږ ژبی شاعر نن د مشال راډیو د تاترې خپرونې میلمه دی نو د نن تاتره د نعیم طوري په نوم .
نښلول
شریک کړئ
نعیم طوری په تاتره کې
په لاس د
مشال راډیو
نښلول
شریک کړئ
کوډ کاپي شوی دی.
دا پته کلېپبورډ ته کاپي شوه
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته
0:00
0:42:15
0:00
د ډاېرېکټ لېنک
| ایم پي ۳
له کړکۍ دباندې چلوونکی
انځورونه، ویډیوګانې
نښلول
شریک کړئ
ګنډه پور: په خیبر پښتونخوا کې د عملیاتو اجازه نه ورکوو
نښلول
شریک کړئ
کوډ کاپي شوی دی.
پلنوالی
px
لوړوالی
px
دا پته کلېپبورډ ته کاپي شوه
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته
0:00
0:02:09
0:00
ګنډه پور: په خیبر پښتونخوا کې د عملیاتو اجازه نه ورکوو
نورې ویډیوګانې وګورئ
نور له پښتونخوا او قبایلو
په واڼه کې د "امن پاڅون" په نوم لاریون شوی دی
کورمه: د شیعه او سنيانو ترمنځ د مځکې پرسر شخړه کې تر اوسه ۳ کسان وژل شوي دي
د خیبر پښتونخوا حکومت وايي، نور به د وسله والو ضد عملیاتو مشري پولیس کوي
کورمه کې د یوشمېر کلیو د اوسېدونکو ترمینځ په نښتو کې ۱ تن وژل شوی، ۳۷ ژوبل دي
نور ولولئ
سپارښتنه
ګنډه پور: په خیبر پښتونخوا کې د عملیاتو اجازه نه ورکوو
بیرته پورته
XS
SM
MD
LG