انیسه اجمل مشال راډيو
پراګ:- د امريکا ولسمشر باراک اوبامه پر هغه قانون دستخط کړی چې له مخې به يې د دغه هیواد د بهرنيو چارو وزارت په يوه مياشت کې دننه د حقاني ډلې د ترهګره ګرځولو په اړه رپورټ ورکوي.
دغه قانون د امریکا د کانګریس په دواړه ایوانو کې له منظورېدو وروسته ولسمشر اوباما لاس لیک کړی، چې په کې حقاني شبکه یوه ترهګره ډله ګرځول شوې، او د مشرانو خلاف یي د کاروایي لپاره هم ویل شوي دي.
په موجوده حالاتو کې امریکا یو داسی توازن جوړول غواړي چې پر پاکستان د حقاني شبکې په اړه فشار واچوي خو امریکا ته د ټرانزټ سهولتونو لپاره د پاکستان ضرورت دی نو به د معاملاتو په داسی طریقه چلولو کوشش کوي چې د دواړو ملکونو د تعلقاتو لړۍ ختمه نشي
حسن عسکري.