د لاسرسي ځای

تازه خبر

'طالبانو جنګ د کراچۍ کوڅو ته راوړی، پښتانه ځوروي'


په کراچۍ کې وخت تر وخته وسله وال بریدونه هم کوي
په کراچۍ کې وخت تر وخته وسله وال بریدونه هم کوي
ژباړه: شاهین بونیری
لیکوال: ضیا الرحمان
سرچینه: فرایډې ټایمز

له پاکستانه خپرېدونکې د انګرېزي ژبې اوونیزې فرایډې ټایمز په کراچۍ کې د طالبانو د هلو ځلو او هلته د پښتنو په مشرانو او کاروباري خلکو د طالبانو له خوا په بریدونو د خبریال ضیاالرحمان رپورټ خپور کړی دی.


په رپورټ کې لیکل شوي، طالبانو اوس خپل جنګ د کراچۍ کوڅو ته راوړی دی او هلته دوی د ملت پاله عوامي نیشنل ګوند مشرانو ته دړکې ورکوي، خلک تښتوي ، په زور ترې پیسې اخلي او که څوک انکار وکړي نو بیا يې له وژلو هم ډډه نه کوي.

په دې وروستیو کې طالبانو په کراچۍ کې اوسېدونکو مسودو (محسود او مسید هم لیکل کېږي) ته دړکه ورکړه چې که د عوامي نیشنل ګوند له مرستو لاس په سر نه شول نو و به وژل شي.

د ګوند د غړو په وینا دا ګواښونه ورته د جنوبې وزیرستان د طالبانو د مشر ولي الرحمان مسود ملګرو ورکړې دي.

کراچۍ د پاکستان تر ټولو لوی ښار دی چې خواو شا ۵۰ لاکه پښتانه اوسي. په دوی کې ډېر پښتانه په خپلو سیمو کې د جګړو او ترهه ګرۍ د پېښو له کبله کراچۍ ته منتقل شوي دي.

د چارواکو په وینا په ډرون بریدونو کې د طالبانو او القاعده د یو شمېر مشرانو تر وژنې وروسته یو شمېر وسله وال هم کراچۍ ته وتښتېدل. خو د کراچۍ خپلې وسله والې ډلې هم شته چې له طالبانو او القاعده سره تړاو لري خو پښتانه نه دي.

خبریال په خپل رپورټ کې د یو شمېر هغو پښتنو سیاسي کسانو، کاروباریانو او د ټرانسپورټ کمپنیو د مالکانو ذکر کړی دي چې طالبان ترې په زور پیسې اخلي، تښتوي يې او که انکار وکړي نو بیا يې وژني؛ ده لیکلي، د سوات ، مومندو او مسودو طالبانو هلته خپل، خپل وسله وال ټولي جوړ کړي دي چې دا کارونه کوي.

پولیس وايي، طالب وسله وال د جولای په میاشت کې د روغتیا نړیوالې اداری (ډبلیو ایچ او) پر یوه ډاکتر او په سهراب ګوټ سیمه کې د پولیو پر ضد کیمپېن چلوونکي یوه ځايي ولسي غړي په وژنه کې هم ککړ دي.

په کراچۍ کې د سي آی ډي یو لوړپوړي چارواکي مظهر مشواڼي خبریال ته ویلي په کراچۍ کې پټو طالب وسله والو په تېرو میاشتو کې د عوامي نیشنل ګوند مشران او د سي آی ډي غړي وژلي دي.
XS
SM
MD
LG