د لاسرسي ځای

تازه خبر

"افغانانو ته لویه مرګ ژوبله په جنوبي زون کې اوښتې"




سید شاه سقیم – مشال راډيو

په کندهار کې د ملګرو ملتونو سياسي دفتر ( يو نا ما ) وايي، چې د سږ کال له پيل راهسې بيا تر اوسه پورې په جنوب زون کې د جګړو او ناامنيو د پېښو پر مهال اته سوه نهه اتيا تنو عامو وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې چې له ډلې يې څلور سوه اوه تنه وژل شوي او څلور سوه دو اتيا ټپيان دي.

په کندهار کې د يو ناما د دفتر د بشري حقونو د څانګې مشر الکساندر لوډن وايي چې د ټول هېواد کچه سږ کال يوولس سوه څلور پېنځوس تنه وژل شوي او نولس سوه څلور پېنځوس تنه ټپيان شوي دي. چې سم نيمی يې د هېواد جنوب زون اوسېدونکي دي.

تر اوسه پورې د دوه زره دولسم مېلادي کال په لومړيو شپږ مياشتو کې د ټول افغانستان په کچه درې زره نهه نوي تنو عامو وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده چې چې دېرش فيصده يې ښځي او ماشومان دي. دغه شمېره که څه هم ډېره زياته ته خو د تېر کال په پرتله پېنځلس فيصده کمه شوې ده.

الکساندر لوډن


دی وايي، د سږ کال له پيله راهسې بيا تر اوسه پورې چې څومره ملکي کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې دېرش فيصده يې ښځې او ماشومان دي.

د ده په خبره که څه هم ملکي کسانو ته د اوښتې مرګ ژوبلې په کچه کې د تېر په کال په پرتله پېنځلس فيصده کموالی راغلی خو وايې بيآ هم زياتو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

(( افغانستان په نړيواله کچه د ملکي مرګ ژوبلې په درجه بندۍ کې په اوله نمره باندې راځي په دغه هېواد کې بيآ د نورو سيمو په پرتله زياته مرګ ژوبله د جنوب زون اوسېدونکيو ته اوړي. تر اوسه پورې د دوه زره دولسم مېلادي کال په لومړيو شپږ مياشتو کې د ټول افغانستان په کچه درې زره نهه نوي تنو عامو وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده چې چې دېرش فيصده يې ښځي او ماشومان دي. دغه شمېره که څه هم ډېره زياته ته خو د تېر کال په پرتله پېنځلس فيصده کمه شوې ده. ))

الکساندر لوډن وايي سږ کال عام وګړو ته اتيا فيصده مرګ ژوبله د دولت د مخالفو وسله والو په بريدونو او چاودنو کې اوښتې ده.

دی زياتوي چې سږ کال د دولت مخالفو وسله والو اته سوه دو اتيا تنه عام وګړي وژلي او پېنځلس سوه درنوي نور يې ټپيان کړي دي.

د ده په خبره عامو وګړو ته د اوښتې مرګ ژوبلې لس فيصده بيا د دولت د امنيتي ځواکونو په عملياتو کې اوښتې ده.

لوډن وايي، تر اوسه پورې د بهرنيو ځواکونو په هوايي بمباريو کې هم درې اتيا تنه وژل شوي او شپږ څلوېښت نور ټپيان شوي دي.



يو ناما وايي، د تېر کال په پرتله سږ په افغانستان کې پر ښوونځيو هم بريدونه زيات شوي دي
د دغه دفتر په خبره دولت او بهرني سرتېري بايد هڅه وکړي چې په هره توګه وي عامو وګړو ته د مرګ ژوبلې د اوښتو مخه ونيسي.

يوناما په داسې حال کې په جنوب زون کې عام وګړو ته د زياتې مرګ ژوبلې د ور اوښتو خبره کوي چې په دې وروستيو کې د دغه زون په بېلابېلو ولايتونو کې په پرله پسې توګه د سړک پر غاړه د ځای پر ځای شويو ماينونو چاودنو او ځانمرګيو بريدونو زور اخيستی دی.

XS
SM
MD
LG