د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ډاکټر شکیل اپرېدي دوسییه


ډاکټر شکیل اپرېدی چې د اسامه بن لادن په موندلو کې یې له امریکا سره مرسته کړې وه
ډاکټر شکیل اپرېدی چې د اسامه بن لادن په موندلو کې یې له امریکا سره مرسته کړې وه




امريکايې ورځپاڼي وال سټريټ جرنال په خپله اداريه کې وايې، که څه هم د پاکستان او امريکا ترمينځ اړيکې تودې شوي دي خو تر څو د اسامه بن لادن په وژنه کې مرسته کوونکۍ ډاکټر شکيل اپريدي په جيل کې دی نو د دواړو هيوادونو بيا پخلاينه به له خنډ سره مخامخ وي.

امريکايي ورځپاڼي وال سټريټ جرنال د اپريدي د مقدمې تر عنوان لاندي په خپله اداريه کې ليکلې، د پاکستان عدالت ډاکټر شکيل اپريدي ته له يو جهادي ډلي سره د تعلق پر بنياد سزا اورولې ده چې د ورځپاڼی په وينا مانا يې داده، ګواکې دی د اسامه بن لادن د درک لګولو په تور جيل ته نه دی استول شوی دی.

د ورځپاڼي په وينا چارواکو په داسي کولو سره د ځان ناکامي او دښمني ښکاره کړې چې دا يو ډول خپل ځان ته پخپله تاوان رسول دي.

د دواړو هيوادونو ترمينځ تعلق په دې نږدو کې ډير تود شوی دی خو د وال سټريټ جرنال په وينا تر څو ډاکټر شکيل اپريدی په جيل کې وي دغه بيا پخلاينه به کيدای شي له خنډ سره مخامخ وي.


وال سټريټ جرنال د شکيل اپريدي په اړه د جاسوسي ادارې آی ايس آي د رپورټ حواله ورکوي چې وايې، نوموړی پنځه ويشت واره د یو پردي هيواد له جاسوسي ادارې سره ليدلي او حکمونه يې ځينی اخستي او حساس مالومات یې ورسره شريک کړي دي.

دلته ورځپاڼه وايې که چيرته آی ايس آی او يا پکې دننه عناصرو يې اسامه بن لادن ته تحفظ نه وي ورکړی نو بيا دلته تر ټولو دلچسپه پوښتنه دا راپورته کيږي چې ولې آی ايس آی ته د يوويښتمي پيړی د يو بدنامه ترهګر اسامه بن لادن په اړه ورکړل شوي مالومات حساسه ښکاري.


وال سټريټ جرنال بله خبره دا کوي چې ولې آی ايس آی د اسامه بن لادن وژنه د پاکستان خلاف د کار کولو برابر بولي.

ورځپاڼه وايې، د آی ايس آی د نوي مشر جنرل ظهيراسلام سوچ له واشنګټن سره د تعميری اړيکو د ساتلو دی او د دواړو هيوادونو ترمينځ تعلق په دې نږدو کې ډير تود شوی دی خو د وال سټريټ جرنال په وينا تر څو ډاکټر شکيل اپريدی په جيل کې وي دغه بيا پخلاينه به کيدای شي له خنډ سره مخامخ وي.

ورځپاڼه وايې د اسامه بن لادن پر ضد عمليات کوونکې ځانګړي امريکايې عسکر خپل هيواد ته بيرته په خوندي توګه را رسول شوي وو او ډاکټر اپريدی هم د دوی له ډلي څخه وو.

دلته بيا وال سټريت جرنال وايې هغه څوک چې د امريکا مرسته يې کړې ده ، بايد و پوهيږي لکه څنګه چې دوی خپل پوځيان د جنګ په ميدان کې نشي پريښودلی نو هم دغسي خپل دوستان هم يوازي نه پريږدي.

XS
SM
MD
LG