سراج ظهير - مشال راډيو
اسلام اباد:- په پرمخ تللي نړۍ کې د اقتصاد بنياد تش په کرکرونده يا په کارخانو او تجارت نه دى ولاړ بلکې هغوی د خپل ملکي اقتصاد لپاره نوي نوي ګامونه پورته کوي چي پکې يو ډيرمهم ګام یې د سيلګرۍ صنعت دى. د يورپ د زياتره ملکونو په خپل کلني بجټ کې د سيلګرۍ صنعت لپاره یوه زیاته ونډه ږدي.
د خیبر پښتونخوا د سوات او کالام سربيره د پښتنو په قبائيلي سيمو کې ګڼ شمير د سيل ځايونه دي چې د سیمې اوسيدنکيو په وينا که چري حکومتي پاملرنه ورته ورکړل شي نو دا به نه يواځې د پاکستان اقتصاد ته وده ورکړي بلکې د امن او قلاري په ځاي کولو کې به هم غوره کردار ولوبوي.
زموږ په کرمه کې داسې ځايونه شته چې د برتانیې د واکمنۍ له وخته راپاتې دي چې دکتلو وړ دي. او داسې په باجوړ کې هم سيري سر هم د سيل مرکز دى چې په کې ريسټ هاوس هم شته او ډير محفوظ ځائ هم دی.
د سيفران وفاقي وزير شوکت الله خان
د باجوړ ايجنسۍ غاښی غر یو له زړه راښکونکو سیلاني سیمو دی، له ونو بوټو ډک او ځای په ځای په کې له چینواوبه بهېږي چې ښکلا یې لا پسې زیاتوي.
د دې ترڅنګ اورکزو ايجنسۍ کې سمانا او کرمه کې شلوزان او پاړه چنار پخپله له قدرتي ښکلا ځل بل دی او د يو ښائسته ژوند احساس ورکوي.
همداراز پر تيراه هم ښایستونو داسې رنګونه شیندلي چې په لیدو یې اوږده اوږده ستړي
مزل وهلي هوساینه اخلي.
په جنوبي او شمالي وزيرستان کې هم يو شمير داسې ښائيسته ځايونه شته دي چې د دې ځای خلک نه یوازې پرې نازېږي بلکې وايي که یې لارې ګودرې ورته برابرې کړې نو ددغه سیمې اوسېدونکي پښتانه به تر ډېره د پردیو ملکونو له مزدرو او خواریو راوګرځي او په خپل کلي کور به اباده وي.
له خام رنګه تر پري غر او کونډي غره پورې سيمې د جنوبي وزيرستان په برخه رسيدلي دي او دغه شان د شمالي وزيرستان ښائست بیا خيسور درې یو په دوه کړيدى،چرته چې د تاريخ ستر مبارز فقيرايپي سترګې غړولې وې. هلته برمل، شوال او رزمک هم لروبر د خپلې طبعي حسن ګلونه لروبر پاشلي دي.
خيبر ايجنسي هم د هيرولو نه ده دلته داسې تاريخي ځايونه دي چې پښتانه پرې تل وياړي. له خيبر دروازې واخلې د لنډي کوتل تر رېلوې سټشنه پورې یو يو ځای یې د سيلګرۍ له پاره په زړه پورې دی.
لله تعالی پاړه چنار او کورمې ته ډير ښائيست ورکړی دی او دلته د سېلګرۍ ډير زيات ځايونه دي، خو حکومتي توجه نشته نو ځکه خو د سيلګرۍ مرکزونه مو له لاسه ووځي.
د پاړه چنار يو مشر ملک حبيب اورکزی.