د لاسرسي ځای

تازه خبر

"ډېری خلک د پښتنو په قبایلي سیمو خبر نه دي."







ډان ورځپاڼه پخپله یوه مقاله کې لیکي لکه څنګه چې زیاتره خلک د افریقا په اړه دا نظر لري چې دا صرف دیو هېواد نوم دې یعنې په دې نه وي خبر چې دغه براعظم دې او پکې ګڼ شمېر هېوادونه دي دا راز زیاتره خلک د قبایلي سیمو په اړه هم ډېر کم مالومات لري او فکر کوي چې دا ټوله یوه سیمه ده.

ورځپاڼه لیکي په ۲۰۰۹م کال کې چې کله ترهه ګري په زیاتیدو وه نو پاکستانی ولس ته دا ویل شوي وو چې دا ټوله مسله دجنوبي وزیرستان نه خوریږي او ددې خلاف د مضبوطې پوځې کاروايي ضرورت دي
. خو اوس د عملیاتو ددرېو کلونو پس هم ددې ایجنسۍ په شپږو کې صرف یو تحصیل یعنې سرا روغه د وسله والو نه پاکه ګرځول شوې او دې سیمې ته هم د کډوالو د ستنیدلو سلسله ډېره رو روانه ده.

ورځپاڼه په جنوبي وزیرستان کې دعملیاتو په اړه لیکي چې له دغه سیمې په لکونو خلک بې کوره شو او دلږې مودې لپاره داسیمه دامنیتي ځواکونو په کنټرول کې راغله. خو تردې دمه په سړکونو د خلکو تګ راتګ د نشت برابر دې، په امنیتي ځواکونو د سړک د غاړې ښخ کړې شوي بمي بریدونه کیږي او وخت په وخت د پوځ او وسله والو ترمنځه نښتې رامنځ ته کیږي چې له وجې یې بې کوره شوي خلک خپلو سیمو ته د ستنیدلو نه ډډه کوي.

ورځپاڼه ددې مقالې په آخر کې وايي د ټولو نه زیاته د فکر وړ دا خبره ده چې اوس قبایلي سیمې د هېواد په قومي ترجیحاتو کې لومړیتوب نه لري دا راز د شوروي اتحاد د ماتې وروسته دا سیمه له پامه غورځول شوې وه چې اوس دې حال ته راورسیدله.

بلخوا فارن پالیسي مجله لیکي د جاپان سر ښار ټوکیو کې د تېرې میاشتې په اتمه نیټه د افغانستان په اړه غونډې په دوه برخو کې امیدونه ډېر جګ کړي دي اول دا چې له دې هېواد سره نړیوالې مرستې یعنې په ۴ کالو کې ۱۶ بیلیون ډالر ورکول لویه خبره ده او په مستقبل کې دافغان حکومت سره نړیوال ملاتړ ته هم ګڼ شمېر هېوادونه ژمن شوي دي.

مجله لیکي چې لا هم دې لړ کې یو سخت سفر راروان دې ځکه چې نړیوالې مرستې د ګڼ شمېر هېوادونو لخوا دي او په دې کې به د روڼتیا او د دوامداره پرمختګ کارونه له مشکلاتو سره مخامخیږي چې دمخ نیوي لپاره یې د نړیوالې ټولنې ترمنځه سمه همکاري ډېره ضروري ده.

مجله زیاتوي چې له افغانستان سره نړیوالې ټولنې دمالي مرستو کومه ژمنه کړې که ددې په ترسره کولو کې کوم هېواد ناکامه شي نو هم به د افغانستان په راتلونکي بد اثرات ولري.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG