د لاسرسي ځای

تازه خبر

ممکنه ده ځينې افغان چارواکي د ملا فضل لله ملګري وي







د پاکستان د داخله چارو وزیر رحمان ملک تېره ورځ رویټرز خبري ایجنسۍ ته د یوې مرکې پرمهال ویلي په ممکنه توګه دافغان حکومت ځنې عناصر د پاکستاني طالبانو دیو مشر ملا فضل الله ملاتړ کوي.


رحمان ملک ملا فضل الله په اړه وايي،
[ هو، هغه خطر ناک دې، دومره خطرناک دې چې څومره حقاني ډله دافغانستان لپاره خطرناکه ده. ځکه چې هغه اوس ترهه ګرۍ ته وده ورکوي، خلک بهرتي کوي او تربیت ورکوي]

پاکستانی چارواکې وايي چې دغه طالب مشر له افغانستانه په پاکستاني امنیتي ځواکونو دبریدونه ترتیب کوي. بلخوا افغانستان دا تورونه ردوي.

پاکستان ادعا کوي چې ملا فضل الله څوکاله وړاندې افغانستان ته له هغه وروسته تښتیدلې چې پاکستاني پوځ په سوات کې د هغه پر ضد عملیات وکړل.

XS
SM
MD
LG