د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان پارلیمان حکومت ته خپل ځواک ښکاره کوي


بسم الله محمدي
بسم الله محمدي

د هارون باچا ژباړه

ايسوشي ايټيډ پريس اژانس ليکي، د افغانستان د حکومت دوه مهم وزيران، د دفاع وزير عبدالرحيم وردګ او د کورنيو چارو وزير بسم الله خان محمدي، په داسې حساس وخت کې د دې هېواد د پارليمان له اعتماد څخه محروم شول چې بهرنيو ځواکونو له افغانستانه د وتلو تيارۍ نيولي او د امنيت د چارو يې افغان ځواکونو ته د حواله کېدو لړۍ تېزه شوې ده .


د افغانستان ولسي جر ګې ياد، دواړه وزيران د پاکستان له خوا د افغانستان په ختیځو سيمو د توغنديو ويشتل کېدو ته د جدي غبرګون نه ښودلو له پاره تورن کړي دي . د پارليمان غړو دغه راز په دغو وزارتونو کې د درغليو د شتون او په دې وروستيو کې د يو شمېر لوړ پوړو حکومتي چارواکو د وژنو په اړه هم خپل اعتراضونه وړاندې کړې دي .

رحیم وردګ
رحیم وردګ


AP آژانس د پوځي چارو د يوه افغان څېړنکار او د کورنيو چارو د پخواني مرستيال وزير عبدالهادي خالد خبره راخيستې چې وايي مسئله په کونړ او نورستان ولايتونو د پاکستان د توغنديو پر وړاندې د جدي عکس العمل د نه ښودلو نه ده ، بلکه دا ده چې افغان پارليمان غواړي دغه اداره ځواکمنه ثابته کړي . د نوموړي په خبره، د افغانستان د دفاع او کورنيو چارو وزيران د کمزورو حکومتي پالېسيو قربانيان شول .

خو د افغانستان د پوځ يو پخواني جنرال او په ولسي جرګه کې د کندهار د خلکو پخواني استازي نورالحق علومي بيا د افغان پارليمان پرېکړه ستايلې او وييلي چې په کابينه کې نور فاسد خلک هم شته چې له امله يې د ده په خبره، ولسمشر کرزي د خپل ولس باور له لاسه ورکړی دی .

اژانس په افغانستان کې د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې د ادارې د مشر عزيزالله لودين خبره هم راخيستې چې وايي د دريو نورو چارواکو په شمول د افغانستان د ماليې د وزير عمر زاخېلوال د درغليو په اړه يې هم حکومت ته ويلي ول . په زاخېلوال د افغانستان يو شخصي ټيلي ويژن تور ولګوو چې د ۲۰۰۷ او ۲۰۱۱ کلونو په منځ کې يې څه د پاسه ۱ ميلين ډالر د کاناډا په خپل بانک اکاونټ کې جمع کړې دي . زاخېلوال دا تورونه رد کړي او ويلي يې دي چې دغه پيسې ده له نړيوالو ادارو سره د يوه مشاور په توګه د کار کولو په ترڅ کې لاس ته راوړي دي.

نورالحق علومي ای پي خبري اژانس ته ويلي چې د افغانستان پارليمان به نور غلی پاتې نه شي او له دغو تورنو چارواکو څخه به پوښتنې وکړي .
XS
SM
MD
LG