د لاسرسي ځای

تازه خبر

طالب بریدګرو د ښځو جامه کې پر افغان پوليس بريدوکړ





د هلمند په نوزاد ولسوالۍ کې څلورو مشکوک طالب بریدګرو د ښځوپه جامه کې پريوې امنيتي پوستي بريدو وکړ، چې د پوليسو په ځوابي بريد کې درې وسله وال ووژل ،اويوبل په تېښته بريالي شوی دی .

پخواتردې دمخه هم وسلوالوطالبانو د ښځوله چادریو څخه په ګټه اخيستني پرامينتي پوستوبريدونه کړي ، چې مړې يې له چادريوسره پاتي شوي دي .

دهلمند ولايت د مقام د دفترريس محمدلعل احمدي رسنیو ته وويل چې ،ياده پېښه دجمعې په ورځ يوه بجه هغه مهال رامنځ ته سوه ،چې دنوزاد د دهنې پوستې يوشمېرپوليس د جمعې لمانځه ته تللي وو.

د هغه په وينا د دهني تنګي په پوسته کې پرپاتي پوليسو، څلورو مشکوک طالب بریدګرو ښځوپه جامو کې بريدوکړ.

دده په وينا پدې بريد کې ، له څلوربرقه والوطالبانوڅخه درې يې ځاي پرځاي وژل شوي ، اويوپه تېښته بريالی شوی دی .

احمدې وايې دښځوپه جامه کې دوژل شووطالبانومړي دجګړې پرډګرپراته دي . د هغه په وينا د هغوی ، درې ټوپکې هم د پوليسولاس ته ورغلي دي.

احمدې وويل ، چې په دې نښته کې يوپوليس وژل شوي اوبل زخمي دي چې تردرملني لاندي دي .

نوموړي وويل طالب وسلوالود جمعې په ورځ ځکه داحمله پلان کړې وه ،چې د پوليسو يو شمېر سرتيرود جمعې په لمانځه کې برخه اخيستي وه .

تراوسه په دي اړه طالبانو رسنيو ته څه نه دي ويلي.

XS
SM
MD
LG