د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان ته له ایتلافي مرستندویه فنډه مرسته ورسېده






د امریکايي اېتلافي مرستندویه فنډ په ترڅ کې پاکستان ته یو بیلیون یولس کروړه او اتیا لکه ډالر مرسته ورکول شوېده. د مرستې له هغه وروسته وځنډول شوې چې د سله لا پېښې په غبرګون چې د ناټو یو هوايي برید ۲۴ پاکستاني عسکر ووژل پاکستان په افغانستان کې دېره ناټو ځواکونو ته د رسد لارې و تړلې.

د پاکستان سرکاري بينک ویاند سید وسیم الدین له مشال راډیو سره په خبرو کې ددې خبرې پخلی وکړو او ویې ویل، چې بیګا شپه دا پیسې د امریکا لخوا د پاکستان مرکزي بینک کاتې ته ورسېدلې.
نوموړي وویل، د روانې اونۍ په پای کې به خپله اعلامیه خپره کړي چې زرمبادله یې څو ته رسېدلې.


په اسلام آباد کې د اقتصادي چارو کارپوه معراج الحق وايي، چې پاکستان دغه مرستندویه پيسو ته له تېر یو نیم کاله راهیسې انتظار وېستلو او اوس به یې له ترلاسه کېدو د ډالر په مقابله کې د روپۍ ارزښت هم ځاي ونیسي. او د غیرملکي قرضونو په پرېکولو کې هم دباو کم شي.

دی زیاتوي چې دا وخت په پاکستان کې مالي او تجارتي خساره زیاته شوې چې په اقتصادي ژبه کې ټرېنډ ډیفیسیټ ورته ویل کېږي. له دې وجې اقتصاد تر دباو لاندې دی او همدا سبب دی چې د ډالر په مقابله کې روپۍ ورځ په ورځ کمېږي. دویم دا چې له امریکا پاکستان کوم پورونه اخیستي د هغو په پرې کولو هم ډېر دباو وو نو اوس د له ایتلافي مرستندویه فنډه د یو اعشاریه اته بیلون ډالر مرسته به پر اقتصاد روان فشار تر یو څه ځایه راټيټ کړي.

دا اېتلافي مرستندویه پیسي د ۲۰۱۰ م کال له جولايي نه د ۲۰۱۱م کال تر می میاشتې پورې د ترهګرۍ ضد مرستو په لړ کې پاکستان ته ورکړل شوي .


احمدالله مشال راډيو

XS
SM
MD
LG