د لاسرسي ځای

تازه خبر

په غزني کې ۱۱ وسله وال طالبان ووژل شول






افغان امنیتي چارواکي وايي له پرون راهيسې یې د غزني ولايت په اندړو ولسوالۍ کې يوولس تنه وسله وال طالبان وژلي شوي چې شپږ تنه يې پاڅون کوونکيو او پېنځه نور يې بهرنيو سرتېرو په يو هوايي بريد کې وژلي دي.

په دې سربېره نن په غزني ښار او واغظ ولسوالۍ کې دوې چاودنې شوې چې له امله يې يو پوليس او يو عام وګړی وژل شوی او څلور تنه نور عام وګړي ټپيان شوي دي.

د غزني د والي وياند فضل محمد سباوون وايي چې په اندړو ولسوالۍ کې د طالبانو پر ضد د ولسي پاڅون جنګياليو له طالبانو سره نښته کړې چې پکې شپږ تنه وسله وال طالبان وژل شوي او د ولسي پاڅون يو تن جنګيالی ژوبل شوی دي.

دی وايي تېره شپه د اندړو ولسوالۍ په شېر کلا سيمه کې بيا بهرنيو سرتېرو هوايي بريد کړی چې پکې پېنځه تنه نور وسله وال طالبان وژل شوي او موټر سايکلونه يې امنيتي سرتېرو ته ورپاتي شوي دي.

(( بېګاه بهرنيو ځواکونو د شېر کلا په سيمه کې په وسله والو طالبانو بمبار کړی دی او پېنځه تنه طالبان يې پکې وژلي دي. تر بريد وروسته د طالبانو يو څه وسلې او موټر سايکلونه امنيتي ځواکونو ته په لاس ورغلي دي ))

ها خوا بیا نن تر غرمې مخکې د غزني ښار په شامير سيمه کې د يو ماين د چاودېدو له امله د پوليسو يو تن افسر وژل شوي او دوه تنه عام وګړي ژوبل دي.

دې ورته نن سهار د غزني په واغظ ولسوالۍ کې د عامو وګړو يو ټراکټور پر ماين ختلی چې له امله يې يو تن وژل شوی او دوه نور ژوبل دي.

د غزني د ملکي روغتون رييس بازمحمد همت وايي، چې د دواړو پېښې ټپيان د دوی روغتون ور وړل شوي دي.

(( اول چاودنه نن سهار د غزني ښار په شامير کي شوې وه يو تن يي وژلی وو دوه نور ټپيان وو او تر هغه وروسته نن په واغظ کې هم د عامو خلکو يو ټراکټور د سړک پر غاړه په خښ شوي ماين ختلی دی چې له امله يې يو تن عام وګړی وژل شوي او دوه نور ژوبل دي ))

تر اوسه پورې وسله والو طالبانو خپلو ملګرو ته د ور اوښتې مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ويلي. خو وايي نن تر غرمې مخکې يې د غزني ښار په شامير سيمه کې د غزني د دريمې حوزې مرستيال په بمي چاودنه کې وژلی دی.

سید شاه سقیم غزنی

XS
SM
MD
LG