د لاسرسي ځای

تازه خبر

حقاني شبکه څنګه پيسې تر لاسه کوي؟


جلال الدین حقاني د حقاني شبکې موسس
جلال الدین حقاني د حقاني شبکې موسس



ژباړه: احمد شاه اعظمي

د امريکا په پوځي اکاډمۍ کې د ترهګرۍ د مخنيوي مرکز نومي څېړنيزي ادارې د حقاني شبکې د مالي سرچينو په اړه يو څېړنيز راپور خپور کړی چې ليکي، حقاني شبکه د خپلي بوديجې يوه مهمه برخه په هغو هيوادونو کې له مرسته ورکونکو خلکو تر لاسه کوي چيري چې دوی فعاليت کوي.


دا شبکه د مرستو په راغونډولو کې اوږده تجربه لري او د داسي خلک هم شته چې د ۱۹۸۰م کال راهيسي په دوامداره توګه مرستي ورسره کوي.

د دې شبکې موسس او مشر جلال الدين حقاني به د ۱۹۸۰م په لسېزه کې ډېر ځلې د حج لپاره سعوي عربستان ته ولاړی او هلته به يې له حاجيانو او نورو خلکو څخه مرستې راغونډولې.


يو شمېر شواهد او اسناد ښيي چې جلال الدين حقاني او د هغه ملګرې د ۱۹۸۰م او ۱۹۹۰م په لسيزو کې په وار وار خليجي هيوادو ته د مرستو راغونډولو لپاره تللي دي. راپور ليکي، اوس هم د حقاني شبکې مهم غړي خليل حقاني او نصيرالدين حقاني د خليجي هيوادو سفرونه کوي او له هغو خلکو مرستي راټولوي چې د ۱۹۸۰مو کلونو راهیسي په نظرياتي توګه له دوی سره جوړ دي. دوی هم د جلال الدين حقاني په څېر د مرستو راغونډولو او خلکو را جلبولو لپاره خپلې ځانګړې مجلې او کاغذ پاڼې ويشي او جوماتونو ته ځي چې له خلکو مرستې تر لاسه کړي. دوی زياتره مرستې په متحده عربي اماراتو، قطر، کويت او سعودي عرب کې تر لاسه کوي.

راپور پر مخ ليکي، د ۱۱م سپټمبر تر پيښې وروسته امريکا له سعودي حکومته شکايت وکړ چې له پاکستان او افغانستانه ورغلي د حقاني شبکې غړي په دغه هيواد کې د مرستو را غونډولو لپاره فعاليت کوي چې يو يې هم د کابل تجار حاجي خليل ځدران ياديږي چې په سعودي عرب کې د دوی لپاره مرستې راغونډوي او د دوی تجارت پر مخ بيايي.

راپور زياتوي، بلخوا په پاکستان او افغانستان کې دغه شبکه په څرګند ډول د اسلام په نامه له خلکو پيسې اخلي چې د دوی په وينا د اسلامي ټېکس او د اسلام د پرمختګ لپاره مرستې راغونډوي . څېړنه ښيي خلک دوی ته پخپله خوښه پيسې نه ورکوي بلکې د دوی د وحشت او ويري له لاسه مجبوره دي چې دوی ته پیسې ورکړي. راپور ليکي، تر اوسه د حقاني شبکې استازي د لويې پکتيا او د پاکستان په قبايلي سيمو کې موجود دي او په جوماتونو او نورو ځايونو کې ګرځي او له خلکو مرستي راټولوي. د دې پرته د افغانستان په ياده سيمه کې د بيا رغوني په يو شمېر پروژو کې حقاني شبکه له ټېکه دارانو خپله ونډه اخلي او که چيري د بيا رغونې شرکت داسي ونکړي نو دوی يې کاريګر ور وژني او کار کولو ته يې نه پريږدي. د دې پرته دغه شبکه د مخدره موادو د قاچاق او د پيسو په بدل کې د خلکو په تښتولو پیسې راغونډوی.

راپور پر مخ ليکي، حقاني شبکه د پاکستان د استخباراتي ادارې آی اېس آی سره هم لاس لري او د پاکستان په قبايلي سيمو کې خوندي پټن ځايونه لري. آی اېس آی حقاني شبکې ته مخ ورکړی چې له بېلا بيلو لارو د ځان لپاره پیسې راغونډې کړي.

راپور ليکي، د افغانستان په شمال کې د پوليس مشر جنرال محمد داود داود د طالبانو لخوا په ځانمرګې بريد کې تر وژل کېدو څو اونۍ وړاندي ويلي و چې که حقاني شبکه يو ټوپک دی نو آی اېس آی يې ماشه ده.

راپور ليکي، آی اېس آی نه يوازي د حقاني شبکې په غېر قانوني او پوځي فعاليتونو خبر دی بلکې زياتره وخت يې پلانونه هم ور تنظيموي.

XS
SM
MD
LG