د لاسرسي ځای

تازه خبر

پښتانه هنرمندان مالي ستونزې لري


نوميالی سندرغاړۍ او د موسيقۍ استاد احمد ګل
نوميالی سندرغاړۍ او د موسيقۍ استاد احمد ګل



هارون باچا مشال راډيو

پراګ: پښتانه هنرمندان، که يو پلو وايي چې په پوره مذهبي عقيدت او احترام سره روژې نېسي، خو زياتوي چې د کارونو يې په دې مياشت کې چندان خوند نه شته، او ځکه نو د خپلو ورځينو ضرورتونو په پوره کولو کې له يو لړ ستونزو سره مخامخ دي .

په پېښور کې نوميالي سندرغاړي او د موسيقۍ استاد احمد ګل، روژه په خوله مشال راډيو ته وويل چې ملګري هنرمندان يې د ژوند کړاوونو سخت پرېشانه کړي دي .

((د هنرمندانو نه روزګار شته . بس ناست دي، ګرمۍ بيل په مخه کړي دي، د بجلۍ د بل پيسې ورسره نه شته، راډيو يې نه غواړي، ټي وي يې تپوس نه کوي نو هغوئ غريبانان څه وکړي .په والله چې سره کښېنوو نو هر يو وير کوو .زه ورته وايم ، بس آلله شته دی ، زموږ د ټولو .))

زلمی سندرغاړی بختيار خټک، چې بې وزلو پښتنو هنرمندانو ته د مرستو په برابرولو کې منډه ترړه هم وهي، د نوښار د فنکارانو حالت زار څه په دا الفاظو بيان کړ .

((زموږ دا پورې نوښار چې ورته وايي، دغلته په سوونو هنرمندان مېشت دي . تاسو په الله باور وکړئ، دلته يو ډېر لوی د ماهيانو مارکيټ جوړ شوی دی .داسې کسان مې ليدلي چې د شپې له مخې دلته سازونه راوړي، او څوک چې پر ډوډۍ ناست وي هغو ته وايي چې يو غزل به درته واوروو خو ډوډوۍ راباندې وخوروه او يا هم يو سل روپۍ راکړه . خبره دې حد ته راغورځېدلې ده ـ حال دا چې په دې هنرمندانو کې ځينې يې ډېر تکړه او د خپل وخت مشهور استادان دي ـ او په روژه کې خو بيا د دوئ د موسيقۍ کارونه بيخي له مينځه تللي .))

احمد ګل استاد، چې د خپل ژوند يوه لويه برخه يې د موسيقۍ له لارې د پښتنو خدمت ته سپارلې، په زوړ عمر کې فرياد کوي چې وايي مرستو ته يې څوک هم نه حاضريږي .

(( شپږ زامن مې دي، شپږ واړه واده دي او ټول راڅخه جلا دي . ښځو له ګټي . ما له يوه ټيکۍ نسوار يا يوه دانه سېګريټ هم نه اخلي .۷۶ کاله عمر مې دی، ملا مې لکه چې ماته وي، دا خو زه بيا هم کښېنم او ريکارډ نيم وکړم . د امداد مې هيڅوک نه شته ـ حکومت دغسې حال دی، نو څه وکړم، تا ته وژاړم او که ملا ته وژاړم، هغه کيسه ده ، بس د الله په اسره پراته يوو ـ ))

په عين وخت کې بختيار خټک وايي چې د خيبر پښتونخوا په حکومت کې جوړ شوي کلچرل ډايريکريټ د پښتنو هنرمندانو د نومونو د اندراج يا د ډيټا بيس جوړولو چارې بشپړې کړې دي او په پام کې لري چې په نږدې راتلونکي کې حاجت مندو هنرمندانو ته د مياشتنيو وظيفو ورکول پيل کړي .

شنونکي په ورته وخت کې ټينګار کوي چې حکومتي ادارې او هم مدني سازمانونه بايد د بې وزلو او عمر خوړليو پښتنو هنرمندانو له پاره د خير ښېګڼې ځانګړي پروګرامونه جوړ کړي څو پښتانه هنرمندان، چې وييل کېږي په سيمه کې روانو د ترهګرۍ پېښو وار د مخه د دوئ هنري کارونو تر ډېره اغېزمن کړي، له نور ډېر تاوانه وژغورل شي .

XS
SM
MD
LG