د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان: سږ کال د پوليو ۲۳ ناروغان مخې ته راغلي دي


په پاکستان کې د پولیو یو ناروغ
په پاکستان کې د پولیو یو ناروغ
ریاض موساخېل ، مشال راډیو

اسلام اباد: په پاکستان کې د پوليو د څاڅکو ورکونکې ادارې ډپټي ډائرېکټر ډاکټر جانباز آفريدی وايي ، په دې ملک کې د پوليو رنځوران پر کمېدو دي او د پوليو د څاڅکو د روان کمپائن مثبتې نتيجې مخې ته راځي.

د ډاکټر جانباز آفريدي په وېنا ، په روان کال کې له ټول ملکه د پوليو يوازې درويشت کېسونه مخې ته راغلي دي.

دی وايي چې په دې کېسونو کې يوولس په قبائيلي سيمو کې ، څلور په خېبر پښتونخوا کې ، درې درې په سیند او بلوچستان کې او دوه په پنجاب کې دي.

ډاکټر جانباز آفريدي زياته کړه چې د دې ناروغۍ پر ضد په روان کمپائن کې شاوخوا نولس زره خلکو په خېبر پښتونخوا کې خپلو بچیو ته د پوليو څاڅکو له ورکولو انکار کړېدی.
هغه زیاته کړه ، دوی هڅه کوي چې د داسې خلکو فکر بدل کړي.

د صحت د نړېوالې ادارې لپاره يو کار کونکي ملک الرحمان مشال راډیو ته وویل ، خلک چې خپلو بچیو ته د پولیو پر ضد څاڅکي نه ورکوي ، د هغه څو لاملونه (وجوهات) دي.

د ملک الرحمان په وینا ، ځینې خلک دې ته مذهبي رنګ ورکوي. ځیني خلک د څاڅکو په بدل کې له حکومته غوښتنې کوي. او ځینې بیا دا د خانداني منصوبه بندۍ يوه طريقه بولي.
د پاکستان حکومت ټولو ضلعي رابطه افسرانو ته ویلي دي چې کوم مور او پلار خپل بچي له دې څاڅکو منع کوي د هغوي په ضد دي کاروايي وکړل شي.

د خیبر پښتونخوا د نوښار ضلعي رابطه افسر ایاز مندوخېل د دې حکمنامې په اړه مشال راډیو ته وویل ، دوی هڅه کوي چې د جرګو ، مرکو او مشرانو خلکو په مرسته منکر خلک پر دې رضا کړي چې د خپلو بچیو د ښه صحت په خاطر هغوي ته د پوليو څاڅکي ورکړي.

د ایاز مندوخېل په وینا ، تر دې دمه د دوی د داسې هڅو ګټورې نتيجې مخې ته راغلي دي.
د پېښور يو ډاکټر محمدعبېد د پولیو د څاڅکو د څرنګوالي په اړه مشال رادیو ته وویل ، دا د جراثيمو هغه شکل وي چې پخپله هېڅ قسمه بيماري نشي ولاړولې خو په وجود کې دننه د نورو جراثيمو په ختمولو کې مرسته کوي.او مدافعتي قوت زياتوي.

په تېرو ورځو کې د پاکستان د سېنټ په قائمه کمېټۍ کې هم د پوليو پر رنځ خبرې اترې شوې وې او د ځینو هیوادنو د هغو خبرو په اړه اندېښنې څرګندې شوې وې چې که چیري په پاکستان کې د دې رنځ مخ نيوی ونه شو نو هغوی به خپل وګړي پاکستان ته له سفر کولو منع کړي.
XS
SM
MD
LG