د لاسرسي ځای

تازه خبر

فاټا : ميډيکل کالج او آی ټي يونيورسټي جوړه نه شوه




د پاکستان اوسني حکومت په اقتدار کې له راتللو ورستو د قبائلي سيمو لپاره د ميډيکل کالج او آئي ټي يونيورسټي جوړولو اعلان وکړو او له فاټا منتخب غړو ته یې هدايت کړی وو چې په متفقه توګه دې يادو تعليمي ادارو لپاره ځايونه وټاکي.

نه خو تر دې دمه په فاټا کې د ميډيکل کالج جوړولو تيږه کيښودل شوه او نه د آی ټي يونيورسټي او نه هم د تعليمي ادارو نه جوړيدو په شا د فاټا منتخب غړو ترمينځ اختلافات ښودل کيږي.

د فاټا پارليمانې ليډر منير اورکزي څه وخت وړاندي مشال ريډيو سره په خبرو کې ويلي ول چې د فاټا منتخب غړو په متفقه توګه دا فيصله کړيده چې ميډيکل کالج به په باجوړ ايجنسۍ کې او آی ټي يونيورسټي به په کرمه ايجنسي کې جوړېږي.

د دوی د متفقه فيصلي باوجود اوس هم د ميډيکل کالج د جوړولو په ځای اختلافات دي د شمالي وزيرستان خلک غوښتنه کوي چى ميډيکل کالج دې د دوی په سيمه کې جوړ کړل شي خو د باجوړ ايجنسۍ د قامي اسمبلۍ ممبر او سرحدي چارو وفاقي وزيرانجنيئرشوکت الله مشال ريډيو ته وويل چې د دوی متفقه دا فيصله دا وه چې ميډيکل کالج به په باجوړ کې جوړېږي او په دې لړ کې د ځای غوره کولو کار هم روان دې چې يو واري ځای منتخب کړو نو په فوري توګه به پرې کار پيل کړي.

شوکت الله زياته کړه چې په باجوړ کې لا د وړاندې يو لوی هسپتال موجود دی او ميډيکل کالج که دلته جوړ کړل شو نو ډاکټران به په دې هسپتال کې خپل پريکټس په ښه توګه وکړي.

د متحده قبایل پارټۍ چېئرمين حبيب ملک اورکزی وایي چې د باجوړ او شمالي وزيرستان خلک که په ميډيکل کالج جوړيدو متفق نه دي نو په قبایلي سيمو کې نور هم ډير داسي ځايونه شته چرته چې ميډيکل کالج جوړيدلای شي،

نوموړي زياته کړه چې موجوده منتخب غړي دي نور وخت نه ضايع کوي او په فوري توګه دې په دي تعليمي ادارو کار پيل کړي.

ياده دې وي چې قبایلي سيمي په ٧ ايجنسو او ٦ ايف آرز مشتملې دي خو تر دي دمه پکې نه خو ميډيکل کالج نه آئي ټي يونيورسټي او نه انجنيئرنګ يونيورسټي جوړه کړل شوه.

احمد الله- مشال ريډيو اسلام آباد

XS
SM
MD
LG