د لاسرسي ځای

تازه خبر

په فاټا کې بلدياتي نظام، خنډونه او ځنډونه څه دي؟







د وزيراعظم کور (هاوس) خپره شوې خبر پاڼه وايي، له وزيراعظم راجه پرويز اشرف سره په ملاقات کې د قانون وزير فاروق اېچ نائيک په قبايلي سيمو کې د بلدياتي نظام په اړه د شوي وړاندېز احوال ورکړو.

خبرپاڼه زياتوي چې وزيراعظم د قانون وزير ته په دې لړ کې زر تر زره د قانون سازۍ سر ته رسولو هدايت وکړو چې داشان قبايلي سيمو کې هم بلدياتي نظام عملي شي او دغه خلق هم د ملک د نورو سيمو په رنګ خپل استازي (نمایندګان) پخپله وټاکي.

له مشال رېډيو سره په خبرو کې د خېبر اېجنسۍ د سېنټ غړي او د تجارت وزيرمملکت عباس خان اپرېدي د دغه قانون سازۍ په اړه وويل چې سلا مشورې روانې دې او چې کله سرته ورسي نو ګټه به یې ارومرو عامو خلکو ته رسي ځکه چې ولس به بيا په خپله خوښه نمایندګان ټاکي او له هغوی به د خپل حق تپوس کولای شي. د ده په وېنا حقيقي جمهوريت هم دا دې.

خو بلخوا قبايلي ملکان د دې پرېکړې خلاف دي او وايي چې له دوی سره په دې باب هېڅ ډول مشوره نه ده شوې. له مشال رېډيو سره په خبرو کې د فاټا ګرېنډ الاینس مشر ملک خان مرجان وویل چې حکومت دې په قبایلي سيمو نورې تجربې نه کوي او په عملي توګه دې د امن له پاره اقدامات وکړي.

د ده په خبره قبايلو ته دې په سمدستي توګه منتخب کونسل ورکړل شي چې دارنګ به د دوی خپله اسمبلي وي او خپله قانون سازي پخپله کوي.

په قبایلي سيمو کې د بلدياتي نظام ګټه به څه وي؟ په دې باب د سيمه ايزو چارو کار پوه او په افغانستان کې د پاکستان پخوانی سفير آياز وزير وايي، ((داسي يو نظام پخوا د پروېز مشرف په دور کې هم راغلې وو خو هغه نېمګړې ووځکه چې په هغه کې يواځې کونسلران وو او ناظمان نه وو، او بيا هم اختيارات د پولېټېکل اېجنټ سره وو، نو که دا ځل هم داسي وشي نو بيا خو یې هېڅ ګټه نه ښکاري البته که پوره نظام لاګو شي نو بيا به یې ګټه وي.))

د يادونې وړ ده چې تېر کال په څوارلسم اګست ولس مشر آصف علي زرداري د قبايلو په قانون ایف سي آر (FCR ) کې بدلون راوستل وو او دغه رنګ یې پولېټيکل پارټيز اېکټ هم تر قبایلي سيمو غځولی وو چې ورسره په دغه سيمو کې سياسي هلې ځلې پېل شوې. او خلکو ته هم په دې کې د برخې اخیستو حق ترلاسه شوی وو.

رياض موسه خېل مشال رېډيو اسلام آباد

XS
SM
MD
LG