اکبر سیال د پښتو ژبې هغه خوږ ژبی شاعر دی چې تل یې د مینې محبت او د امن سندرې ویلي دي او د ټول انسانیت سره یې مینه کړې ده. نوموړی دنن نه ۴۹ کاله وړاندې د ۱۹۶۳ کال د جنورۍ په دریمه نیټه د ملاکنډ په بټ خیله کې زیږیدلی، خو ددوی د پلار نیکه کلی جندول مایار دی.
اکبر سیال پښتنو ته تر دې ګړۍ اته کتابونه ډالۍ کړي چې هر یو یې کره ، په تول پوره او د پام او ستاینې وړ دی. دده د شعرونو د کتابونه دي، ژوند ، جانان ، رنګونه ، په جنګ دې اور ولګي، دا پرهرونه به ګنډل غواړي، اوښکې اوښکې مسکیتوب، زمونږ په کلي کې شر مه جوړوئ ، په ګل درو دې ورول اورونه او همدارنګه اکبرسیال د خوشال بابا شعرونه هم جاپانۍ ژبې ته د جاپاني لیکوال ( حدیتي - ایشوزکا ) په مرسته ژباړلي دي.
داکبرسیال شعرونه ګڼ شمیر هنرمندانو ویلي چې ورکې هارون باچا ، سدار علي ټکر ، نغمه ، ګلزار عالم ، بختیار خټک ، سر فراز ، نازیه اقبال او ګڼ شمیر نور شامل دي. دی وايي د اکثرو هنرمندانو د کار نه مطمین دی.
اکبرسیال دامهال په اسلام اباد کې وسیږي او د جاپان په سفارت کې دنده لري. دا ګل ګل شخصیت نن د مشال راډیو په تاتره خپرونه کې میلمه دی نو د نن تاتره د اکبر سیال په نوم ...