د لاسرسي ځای

تازه خبر

ایا ټولنیزه میډیا افغانستان کې بدلون راوستای شي؟


یو افغان ځوان هڅه کوي پر فېسبوک د عبدالله عبدالله پاڼې ته لاړ شي چې په ۲۰۰۹ز کال کې د ولسمشرۍ څوکۍ له پاره کاندید وو.
یو افغان ځوان هڅه کوي پر فېسبوک د عبدالله عبدالله پاڼې ته لاړ شي چې په ۲۰۰۹ز کال کې د ولسمشرۍ څوکۍ له پاره کاندید وو.
پامیر ساحل

پراګ - سوشل میډیا یا ټولنیزه میډیا چې په کې فېسبوک او ټوېټر تر ټولو زیات کارول کېږي، په دې وروستیو کې په افغانستان کې هم د مالوماتو تر لاسه کولو، رابطو او کیمپېنونو کولو د وسیلې په توګه زیات استعمالېږي.


په دې هیواد کې اوسمهال ډېر ځوانان ټوېټر او فېسبوک د خبرونو او مالوماتو شریکولو د یوې وسیلې په توګه کاروي.

د ټوېټر پر پاڼه خبریالان او نور خلک دواړه خبرونه شریکوي؛ سیاسي، اقتصادي او ټولنیز موضوعات څېړي او بحثونه کوي.

[ټولنیزه میډیا] د افغانانو تر منځ د رابطو او د مفکورو د ورکړې راکړې ذریعه ده.
پیمانه ولي زۍ

په لندن کې له افغان ایډووکیسي اینيشي اېټیف (Afghan Advocacy Initiative) په نوم له یوې ادارې سره د افغانستان د سولې او ثبات له پاره کار کوونکې او پر ټوېټر فعاله پیمانه ولي زۍ وايي، دوی له ټولنیزې میډیا په سمدستي توګه له افغانستانه خبرونه تر لاسه کوي.

د پیمانې خبرو ته په کتو، دا پوښتنه پیدا کېږي چې د ټوېټر او فېسبوک په ذریعه خپاره شوي خبرونه څومره د باور وړ دي؟

ټوېټر او فېسبوک باوري دي


په دې اړه په کابل کې د جرمني خبري اژانس ډي پي اې خبریال حارث کاکړ وايي، زیاتره خبریالان پخپله مالوماتو ته لاس رسی لري، او عام خلک هم له باوري سرچینو دا خبرونه خپروي.

بدلون په دې شکل کې راغلی چې اوس خلک پر ټوېټر او فېسبوک بحث کوي او د سوک او مرمۍ استعمال یې پرېښی دی.
اورځلا اشرف

حارث کاکړ وايي، ځینې عام کسان هم چې مالومات خپروي نو ورته کره مالومات ویلای شو.

دی وايي، کله کله خلک د پېښې له یوه ځای سره وي، یا په هم هغه ځای کې وي او له هغه ځایه پر ټوېټر خبر ورکوي.


پیمانه ولي زۍ وايي، دې پخپله د ټولنیزې میډیا د کارولو له لارې ځانته کار پیدا کړ.

رپورټ دلته د ږغ (غږ) په ځای کې پوره واورئ


تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:04:48 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

پیمانه وايي، د ټولنیزو رسنیو له استعمال سره نه یوازې افغانان له بېلا بېلو ادارو سره اړیکی کولای شي چې مرستې تر لاسه کړي بلکې دا د افغانانو تر منځ د رابطو او د مفکورو د ورکړې راکړې ذریعه هم ده.

قیدونه، محدودیتونه له منځه تللي


کله کله خلک د پېښې له یوه ځای سره وي، یا په هم هغه ځای کې وي او له هغه ځایه پر ټوېټر خبر ورکوي.
حارث کاکړ

د بشري چارو او مدني ټولنې فعاله اورځلا اشرف چې د خپل کار پر مهال د افغانستان بېلا بېلو ولایتونو ته ځي وايي، ټولنیزه میډیا له نړۍ سره افغانستان تړي، قیدونه او محدودیتونه له منځه وړي.

له اورځلا مې پوښتنه وکړه ایا فېسبوک او ټوېټر د افغانستان د خلکو په سیاسي او ټولنیز فکر کې بدلون راوستی دی؟

نوموړې وايي، ټولنیزه میډیا یوه وسیله ده. او له دې وسیلې محافظه کاره او ازادیپاله دواړه خلک ګټه پورته کوي.


د سوک او مرمۍ نه استعمال، بدلون دی


اورځلا وايي، بدلون په دې شکل کې راغلی چې اوس خلک پر ټوېټر او فېسبوک بحث کوي او د سوک او مرمۍ استعمال یې پرېښی دی.

خبریال او د ټولنیزې میډیا کاروونکی حارث کاکړ وايي، په افغانستان کې ډېر سیاستوال او ګوندونه پر فېسبوک او ټوېټر خپل مقاصد او دریځونه خلکو ته د بحث له پاره وړاندې کوي.

د ټولنیزې میډیا کاروونکي او فعالان ټول په دې اند دي چې په افغانستان کې د دې استعمال زیاتېدل به له وخت سره د هیواد په سیاسي، اقتصادي او ټولنیز حالاتو کې د بدلون سبب وګرځي.
XS
SM
MD
LG