د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پاکستان کې کرکې او تعصوبونه





د پاکستان د انګريزي ژبې ورځپاڼې اېکسپرېس ټريبيون خپله اداريه په پاکستان کې د فرقه ايزو وژنو په اړه ليکلې چې وايي، په دې هيواد کې علماوو ته په کار ده چې د ښارونو، ښارګوټو او کليو د جوماتونو ملايان په دې راضي کړي چې له فرقو ځان راوباسي او د يووالي لپاره کار وکړي.

اېکسپرېس ټريبيون ورځپاڼه ليکي، د جولای پر اتلسمه نېټه له اورکزو اېجنسۍ څخه روان د مساپرو پر يو موټر په کوهاټ کې بمي چاودنه وشوه چې ۱۲ کسان پکې ووژل شول. په وژل شوو کې درې ښځې او درې ماشومان هم ول . له دې او نورو مخکنيو پيښو څخه دا څرګنديږي چې په پاکستان کې د فرقو پر بنياد په ټولنه کې نفرت څومره وده کړې ده . که څه هم په دې وژنه کې د سيمي مخالفه سني ډله ښکېله بلل کيږي خو په دره آدم خېل کې د تحريک طالبان پاکستان ډلې د دې پړه په خپله غاړه واخسته. دا په روان کال کې د وسله والو لخوا د تر سره شوو حملو د لړۍ يوه کړۍ ده چې د فرقه ايزه نښتو په ترڅ کې پر شيعه ګانو کيږي.

ورځپاڼه ليکي، دا ډول پيښې د هيواد په نورو برخو کې هم رامنځ شوي دي خو اوس پوښتنه دا را پورته کيږي چې دې ته به څنګه د پای ټکی اېښودل کيږي؟ څه ډول به موږ کولای شو چې د بې مانا مرګونو لړۍ ودروو؟ ورځپاڼه ليکي، د دې پوښتنو ځواب آسانه نه دی ځکه موږ په تعصب کې دومره مخ ته تللي يو چې بېرته راګرځېدل آسانه نه دي. هغه وخت اوس تېر شوی دی چې په دې هيواد کې به د بېلا بيلو فرقو سره د اړه لرونکو مسلمانانو تر منځ توپير نه ليدل کېدی. اوس فرقه ايز تعصب دومره زيات شوی چې د هيواد هغو برخو ته هم رسېدلی چې پخوا به يې هيڅ څرک نه تر سترګو کېدی.

ورځپاڼه ليکي، ضرورت د دې خبرې دی چې بېرته پخواني وخت ته راوګرځوو خو پوښتنه دا ده چې پخوانی وخت به څنګه راګرځي؟ ورځپاڼه په ځواب کې ليکي، يو خوا خو داسي قانون په کار دی چې د کرکې او تعصب خورول بند کړي. بلخوا د هيواد علما بايد په دې پروسه کې شامل کړل شي. دوی ته په کار ده چې د ښارګوټو او کليو د جوماتونو ملايان پر دې راضي کړي چې د تقسيم پر ځای د يووالي لپاره کار وکړي او د وژنې پر ځای د زغم درس ورکړي. ورځپاڼه ليکي دا کار په کراره کېدای شي خو د دې لپاره بايد د حکومت لخوا په لوړه کچه په ريښتينې بڼه پرله پسې کار وشي.

XS
SM
MD
LG