د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان و هند له مذاکراتو تمې







د پاکستان او هندوستان ترمنځه د جوائنټ ورکنګ ګروپ مذاکرات د زيارت په ورځ اسلام آباد کې وشو چې پکې د پاکستاني ډلې مشري زهرا اکبري او د هندي ډلې مشري وائي کې سنها وکړه.

داغونډه د هغه مذاکراتو تسلسل دی چې په څلورم او پنځم جولای د دواړوملکونو د خارجه سکېترانو په کچ شوي وو او د هغې په رڼا کې دواړو ملکونو تعلقات مخ په وړاندې بوتلو ژمنه کړې وه.

مذاکراتو کې د کنټرول په پوله تګ راتګ زياتول او دا د قانون مطابق جوړول مرکزي نکته وه، له دې سره سره تجارت ته وده ورکول او دوه اړخيزه اعتماد سېواکول هم د مذاکراتو مهمې موضوګانې وې.

د دې ملاقاتونو د ګټو او اهميت په اړه مشال رېډيو سره خبرو کې د سيمه ايزوچارو کارپوه او په پېښور پوهنتون کې استاذ عدنان سرور وويل چې په سمدستي توګه د دې نه د ګټې تمه نه دي ساتل پکار خو راتلونکې کې به د دې مثبتې تنېجې مخې ته راشي او دا که هندوستان د لوی ملک په حېث وړو ګاونډيانو ته دا تسلي ورکړه چې هغه له دوی سره جنګ نه بلکې دوستي او تجارت کول غواړي نو ګرانه نه ده چې ګټه به یې د پاکستان اوهند د ولس سره سره ټولې سيمې ته ورسي.

دغه رنګ د دفاعي چارو کارپوه او د پاکستاني پوځ پخوانې برېګېډئر محمد سعد وایي چې دا قسمه مذاکراتو سره به د دواړوملکونو ترمنځه تجارت شورو شي او هغې سره به پخپله زياتره معاملې هوارې شي.
دی زیاتوي د دواړو ملکونو ښه تعلقاتو سره به دفاعي لګښت کې هم کمی راشي او بايد چې بيا دواړه ملکونه دغه پېسې د خپل ولس په صحت او تعليم ولګوي.

د يادونې وړ ده چې د پاکستان او هندوستان تر منځه وخت په وخت د مذاکراتو لړۍ پېلېږي خو له بده مرغه د ناامنيو او تره ګرۍ د پېښو له لاسه اکثر دا مذاکرات ودرېږي يا وځنډېږي، او په دا وروستيو کې هم د ممبۍ پېښو په وجه دې مذاکراتي عمل ته سخت زيان رسېدلی وو.

رياض موسه خېل
اسلام آباد

XS
SM
MD
LG