د لاسرسي ځای

تازه خبر

کراچۍ: د احمدي فرقې او جمعیت علماء غړي ووژل شول






ظفرکريمي مشال ريډيو

کراچۍ: د پاکستان په لوی سوداګريز ښار کراچۍ کې د اخ و ډب په پيښو کې شپږ کسان وژل شوي دي ـ پوليس وايي د تاوتريخوالي په تازه پيښو کې د مذهبي لږکيو احمديه جماعت سيمه ايز مشر هم وژل شوی دی ـ

پولیس وايې د ښار سائټ ټاون په میټرویل سیمه کې د نامعلومه موټر سایکل سورو په ډزو یو تن وژل شوی دی ـ د سیمې د پولیسو مشر راو رفيق مشال ریډیو ته وویل چې پیښه هغه وخت مخې ته راغله کله چې د نعیم احمد ګوندل په نوم یو تن چې له احمدي فرقې سره یې تعلق لرلی له خپله کوره کار ته په لار و، پر موټر سایکل سورو وسله والو په ډزو ووزل شو.

پولیس چارواکی راو رفيق زیاتوي، نعیم احمد ګوندل د پاکستان سټیټ بېنک کې د مرستیال مشر دنده ترسره کوله د فرقه ایز تاوتریخوالي ښکار شوی دی .

د احمدیه جمات د چارواکو تر مخه نعیم احمد ګوندل د دوی د ډلې سیمه ایز مشر و او له هیچا سره یې دشمني نه وه او هغه د عقیدوي اختلافاتو پر اساس وژل شوی دی.

د روان کال په موده کې د احمدې لږکیو د ډلې دا دويم غړی دی، چې د کراچۍ په ښار کې د نامالومه وسله والو د ډزو ښکار کېږي.

د یادونې وړ ده چې د زیارت/ پنج شنبې په ورځ د اوسنۍ پیښې له ځای سره نزدې د سائټ ټاون په پټان کالونۍ سیمه کې د نامالومه وسله والو په ډزو د مولوي عبدالرحمان په نوم یو تن وژل شوی و ـ مولوې عبدالرحمان د جمعیت علمااسلام (ف) ډلې د یادې سیمې امیر و.

د دې ترڅنګ د ښار په پاک کالونۍ ، بلدیه ټاون ، ګارډن او نورو سیمو کې پنځه نور کسان د نامالومه وسله والو د ګولو ښکار شوي دي ـ پولیس وايي وژل شوو خلکو کې یو پولیس والا هم شامل دی.

یاده دې وې په کراچۍ ښار کې د تېرې اوږدې مودې راهیسې د تاوتریخوالي پیښې دوام لري چې سیاسې ، لسانې او فرقه ایزې بڼې لري.

XS
SM
MD
LG