د لاسرسي ځای

تازه خبر

د امریکا و پاکستان اړيکي هغسې نه دي چې تمه یې کېده






د امريکا ورځپاڼي واشنګټن پوسټ خپله اداريه کې د نېټو د رسد د لاري د بنديدو او خلاصيدو مخکي او وروسته د پاکستان او امريکا ترمينځ په رامينځ ته شووو حالاتو رڼا اچولې ده.

ورځپاڼه وايې د نېټو د رسد د لاري له بنديدو سره يو حقيقت په ډيره واضحه توګه مخي ته راغلی چې امريکا په نږدې راتلونکي کې له پاکستان سره هغه ژوره ملګرتيا نه شي کولای چې اوبامه انتظاميیې يو وخت ځېنې تمه کوله.

واشنګټن پوسټ وايې ددې وجه د نامناسیبې سفارتکارۍ نشتوالی، ډرون بريدونه او د اسامه بن لادن پر ضد عمليات نه دي بلکې لوی خنډ د پاکستان غير فعاله سیاست دی.

ورځپاڼه پر مخ ليکي چې پاکستان په شخړو، کرپټو، په ناپوهه سياسی اشرافيه او د يو داسې پوځي ایسټېبلیشېمنټ په مينځ کې ويشل شوی چې په ترهګرو تکيه کوي او د نه منلو وړ او نه ترلاسه کېدونکي جغرافيايیې سياسي هدفونو لري.

واشنګټن پوسټ بيا د پاکستان د داخلي ستونزو خبره کوي لکه د سپريم کورټ او سياسی حکومت ترمينځ تاوتريخوالی، د بجلی پر بحران د خلکو مظاهرې، کمزوری معيشت او داشان په دې هيواد او افغانستان کې د میشتو اورپکو بريدونه شامل دي خو د ورځپاڼی په وينا بل لور پوځ او جاسوسي ادارې د اورپکو په مرسته کولو سره ولسي حکومت دې ته نه پريږدي چې معيشت سم کړي.


دا شان د پاکستان رسنۍ ( مېډیيا) په لويه پيمانه د پوځ تر اثر لاندې ده چې د امريکا ضد جذباتو ته هوا ورکوي.

واشنګټن پوسټ په پای کې ليکي داسي برېښي چې امريکا ښايې د پاکستان له پوځ سره په يو ناارامه حالت کې ده . داسي ښکاري د پاکستان پوځ د افغانستان او هند لپاره تر اوسه طالبان د آله کارو په توګه استعمالوي.

نو ورځپاڼي په وينا تر څو په پاکستان کې جمهوري حکومت نه وي مضبوط شوی تر هغو پورې به امريکا يو داسې عملي پاليسي خپلوي چې کله ممکنه وي او یا به ور سره سودا کوي او چې نه وي نو مخه به يې نيسې.

XS
SM
MD
LG