د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ننګرهار د بټي کوټ ولسوالۍ قومندان ووژل شو



نن شاه و خوا يوه بجه د ننګرهار د بټي کوټ ولسوالۍ اړوند د دويم فارم د محافظ غونډ قوماندان ولي محمد له يو تن سرباز سره د درې تنو ولسی وګړو په شمول په يوه بمي چاودنه کې وژل شوی دی.

د ننګرهار د والي وياند احمد ضيا عبدالزی وايي چې نوموړی قوماندان په خپل شخصي موټر کې د حرکت په حال کې و، په لاره کې يې د يوې کورنۍ درې تنه، يو سړی، يوه ښځه او يو تن ماشوم هم سپاره کړي وو چې په موټر کې د ځای په ځای شوي بم له امله پنځه واړه مړه شوي دي.

د يوه بل خبر له مخې د ننګرهار د غني خيلو ولسوالۍ اړوند د ۲۷ ويالې په سيمه کې د وسله والو طالبانو سره په نښته کې يو تن سرحدي پوليس وژل شوی او يو تن ژوبل دی، عبدالزی زياتوي چې يو تن وسله وال طالب هم وژل شوی چې مړی يې په سيمه کې پروت دی، دا پيښه هم نن له غرمې وروسته رامنځته شوې.

XS
SM
MD
LG