د لاسرسي ځای

تازه خبر

کراچۍ. د ملګرو ملتونو ډاکټر په ډزو ویشتل شوی



کراچۍ : د پاکستان په ستر صنعتي ښار کراچۍ کې نامالومه وسله والو د ملګرو ملتونو د سازمان په ګاړي ډزې کړي دي ـ

پولیس وایی پېښه د کراچۍ ښار سهراب ګوټ په سېمه کې مخې ته راغلې ده ـ ددوی په خبره پېښه کې د ملګرو ملتونو د سازمان له پاره کارکونکی بهرنی ډاکتر ډاکټر فوسټن ژوبل شوی دی .

د پولیس په خبره، پېښه هغه وخت مخې ته راغله کله چې نامالومه موټرسایکل سورو وسله والو د سهراب ګوټ په سېمه کې د ملګرو ملتونو دسازمان په ګاړي ډزې وکړې ـ د سهراب ګوټ د پولیس مشر افتخار لودي مشال ریډیو ته وویل چې د افریقا ګانا هیواد سره تعلق لرونکې ډاکتر فوسټن د سهراب ګوټ سره نزدې د افغان کډوالو کیمپ ته د پولیو څاڅکو د کمپاین د کتلو له پاره روان و چې محمدخان جونیجو ټاون کې د نامالومه وسله والو د ډزو لاندې راغې ـ

دې زیاتوي، ډاکتر فوسټن یوه ګولۍ په خیټه کې لګیدلی دی ـ هغه ژوبل دی او اوس د کراچۍ اغاخان هسپتال ته رسول شوی دی ـ هلته یې اپریشن روان دی ـ د هغه سره د هغه پاکستانی ډریور محمود هم ژوبل شوی دی ـ اوس مهال موږ د پېښې د ځایې خواوشا کورونو تالاشي شورو کړې ده او د پېښې ځایې او دپېښې ښکار ګاړی مو خپله ولکه کې اخیستی ده ))

د افتخار لودي په خبره د پېښې په وخت د پېښې ښکار شوي ډاکټر سره امنیتي سرتیري نه و ـ او د هغه سره صرف خپل د پېښې په وخت په ګاړي کې موجود و ـ

((مخکې به چې کله ډاکټر صېب دې سېمې ته تللو نو موږ ته به یې خبر راکولو او موږ به بیا هغه ته د امنیت له پاره پولیس ورکول خو نن هغه پولیسو ته د ویلو پرته روان شوی و ـ په دې اړه پلټنې دوام لري)) ـ

د سند صوبې اعلی وزیر سید قایم علي شا د سهراب ګوټ په سېمه کې د ملګرو ملتونو په ګاړي د ترسره شوې حمله تر خپل غور لاندې اخیستېده او له پولیس چارواکو یې په دې اړه رپورټ غوښتی دی ـ

ظفر کریمي - مشال راډيو

XS
SM
MD
LG