نجیب عامر :
ــــــــــــــــــــــــ
فضل ربي رستم د پښتو ژبې خوږ ژبی شاعر چې نن سبا یې په ځوان کهول کې ځان ته ښه ښایسته نوم پیدا کړی دی ، دافغانستان د کاپیسا ولایت د محمود راقې وسیدونکی ، په قوم رستم خیل او د حاجي فهیم زوی دی.
فضل ربي رستم په نولس سوه نوي کال کې د پښتونخوا په یکه غونډ کې نړۍ ته سترګې غړولي دي.
ده د وړوکوالي راهیسې د لوبو ، موسیقۍ او ګلونو سره مینه لرله. په لوبو کې یې کرکټ ډیر خوښیده او اوس یې هم خوښیږي ، خو اوس هغه زلمی دی او ځوان خیالونه هم ورسره مله دي.
![](http://gdb.rferl.org/35569468-063F-42F5-A3B8-4EEEBB0F8D51_r1_w250.jpg)
رستم خپلې لومړنۍ ذدکړې دافغان کډوالو په بیلا بیلو لیسو کې ترسره کړي دي، خو ددولسم صنف بری لیک یې پېښور کې د ( التقوا لیسې ) څخه ترلاسه کړی دی. ترهغې وروسته یې د پېښور په یو کالج کې د منیجمنټ په څانګه کې ذدکړې وکړې او دامهال په هالینډ کې د اقتصاد په څانګه کې لوړې ذدکړې کوي. رستم وايي چې اوس مهال د ذدکړو ترڅنګ د خپل مسلک سره سم کارونه هم پر مخ وړي.
فضل ربي رستم د وړوکوالي راهیسې د پښتو شعرونو سره مینه لري ، له تیرو څو کلونو راهیسې شاعري کوي او نن سبا د وخت او حالاتو سره سمه خوږه شاعري کوي چې پښتانه یې ډیره خوښوي.
![](http://gdb.rferl.org/4238B8CC-EFCB-4190-9F30-8810D93D2824_r1_w250.jpg)
رستم به ښايي د څو مجموعو برابره شاعري کړي وي، خو تراوڅه یې د شعر کوم کتاب چاپ شوی نه دی. دی وايي اراده لري چې په نږدې ورځو کې خپله شعري مجموعه چاپ کړي.
د پښتو ژبې دا خوږ ژبی شاعر نن د مشال راډیو د تاترې خپرونې میلمه دی نو دنن تاتره د فضل ربي رستم په نوم .....
دا خپرونه لاندې اوریدلی شئ :