د لاسرسي ځای

تازه خبر

نور انتظار نه کوو، تري تم کسان پرېږدئ. چیف جسټس


د پاکستان مشر قاضي افتخار محمد چودري
د پاکستان مشر قاضي افتخار محمد چودري




په کوټه کې د سپریم کورټ له خوا د بلوچستان د ناامنيو د کېس اورېدنه د پنجشنبې په ورځ لا هم روانه ده. چې مشر قاضي افتخار چودري يو واري بیا ملیشه ځواکونو ته امر کړی، چې ټول تري تم کسان دي عدالت ته حاضر کړي.

په دې اورېدنه کې چیف جسټس د ملیشه ځواکونو له لوري وکیل راجه محمد ارشاد ته وویل: عدالت ډېر انتظار وکړ، او نور دا انتظار باید ونه شي. او زیاته يې کړه. په يوه اوونۍ کې دي ټول تري تم کسان پيدا کړل شي. په دې برسیره د پاکستان مشر قاضي د کوټې د پولیسو په کار هم نیوکه وکړه، او د پولیسو مشر عمر خطاب ته يې وویل: هغه سیمې چې له پولیسو سره دي، په کې د ناامنۍ بېلابېلي پېښې کېږي. په سپینه ورځ خلک تښتول کېږي، وژل کېږي، او پولیسو هیڅ هم کړي نه دي.

که څه هم په دې اورېدنه کې د ملیشه ځواکونو نوم په بیا بیا اخیستل کېږي، چې ورک کسان ددوی په حراست کې دي. خو د ملیشه ځواکونو له لوري وکیل راجه محمد ارشاد بیا مشال راډيو ته وویل: هیڅ يو کس د ملیشه ځواکونو په حراست کې نه دی.

؛ مانن د عدالت مخې ته دا خبره په ډاګه وکړه، چې کوم تري تم کسان دي، هیڅ يو کس هم له ملیشه ځواکونو سره نشته. دا زما ننۍ بیان وو،

له دې سره چې په دې اورېدنه کې د ملیشه ځواکونو له لوري یاد وکیل په ټولو رسنیو تور ولګاوو، چې هغوی ته د ملیشه ځواکونو پرضد خبرونو لپاره پیسې ورکول کېږي. خو تر اورېدنې وروسته له مشال راډيو سره په خبرو کې راجه ارشاد له دې انکاري شو.

؛ نه، ما ټولې رسنۍ داسې نه دي یادي کړې، ما وویل د رسنیو ځيني کسان د ملیشه ځواکونو پر ضد خبرونه ورکوي. دا بالکل ممکنه نه ده، چې زه دي د ټولو رسنیو پر ضد خبرې وکړم. رسنیو خو په اوسني حالاتو کې ډېر ښه رول لوبولی. او څومره چې هم په خلکو کې شعور پیدا شوی، دا د همدې رسنیو له برکته دی؛.

بلخوا بیا د تري تم شویو کسانو د سازمان مشر نصرالله بلوڅ په لومړي ځل وویل: دوی هیله من دي، چې د پاکستان ستره محکمه او مشر قاضي به ورک شوي کسان بیرته راپيدا کړي. نصرالله بلوڅ زیاتوي.



؛ د تري تم کسانو کورنۍ بالکل له چیف جسټسه مطمين دي. ځکه چې تاسو ته مالومه ده چې نوموړي د ورکو شویو کسانو کیس په ډېره جدي توګه مخ په وړاندې بیايي. او بیا بیا دا وايي: چې ددې کسانو په پورته کېدو کې د استخباراتو لاس دی؛


که څه هم د بلوچستان د ناامنۍ کېس په دې اورېدنو کې هره ورځ په تکرار سره په ملیشه ځواکونه او استخبارات د تري تم شویو کسانو ذمه واره یادوي. نو هلته د بشري حقونو د سازمان د بلوچستان څانګې مشر او وکیل ظهور شاهوانی بیا وايي: په دې ټوله اورېدنه کې نه هم د مرکزي حکومت او نه هم د استخباراتو له خوا تعاون کېږي.

: مخکې هم موږ دا ویلي وو، چې څومره هم شهادتونه راته راغلي، په هغه کې ملیشه ځواکونه تورن شوي دي. چې دا ورک شوي کسان ملیشه ځواکونو پورته کړي دي. لاکن تر دې ټولو شهادتونو وروسته تراوسه پوري د ملیشه ځواکونو او مرکزي حکومت له خوا هیڅ قسم تعاون راسره نه دی شوی ؛

د ویلو وړ ده چې د بلوچستان د ناامنۍ د کېس اورېدنه د روانې میاشتې په نهمه نېټه په کوټه کې پېل شوې، چې د رپوټ تر بشپړېدو پوري لا هم روانه ده. یاده اورېدنه د پاکستان د سپریم کورټ د چیف جسټس افتخار چودري په مشرۍ کې د درې کسیزه بینچ له خوا پېل شوې وه.

XS
SM
MD
LG