د لاسرسي ځای

تازه خبر

د لېوني سپي د داړلو درملنه څه ده؟





پامیر ساحل - مشال راډيو


پراګ:- په قبایلي سیمې شمالي وزیرستان کې لېونیو سپیو ځینې کسان ژوبل کړي دي او هلته له لیوني سپي د خپرېدونکې ناروغۍ ریبیز واکسین نشته چې د خلکو درملنه وشي. ریبیز څه شی دی؟ څه علامات لري؟ او که یو کس سپي وخوړ یا یې وچیچه نو ډاکتر ته تر تګ مخکې باید څه وکړي؟


لیونی سپی چې کله یو کس وخوري یا یې وچیچي او ژوبل یې کړي نو د هغې له کبله یوه ناروغي خپرېږي چې ریبیز ورته وايي.

د پاکستان په لاهور کې ډاکتر محب الله سباون له مشال راډیو سره د خبرو پر وخت وویل، ریبیز له وایرسه خپرېدونکې ناروغي ده چې د انسان د اعصابو پر مرکزي نظام حمله کوي.

ده وویل، د دې ناروغۍ علامات دا دي چې د انسان بدن ورو، ورو فلجېږي، ډوډۍ نشي خوړلای او له اوبو ویرېږي.


هر کله چې لېونی سپی سړی وچیچي نو بیا ډاکتر ته تر تګ مخکې باید څه وکړي؟

تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:04:39 0:00
د ډاېرېکټ لېنک



ډاکتر محب الله سباون وايي، باید سړی خپل زخم په پاکو اوبو ومینځي او بیا به په هر صورت ډاکتر ته ځي.

ډاکتر سباون وايي، په پاکستان و افغانستان کې په کوڅو کې ډېر سپي ګرځي او په کور کې ساتل شوي سپیو ته هم واکسین نه وي شوي او راجسټر شوي نه وي.

ډاکتر سباون وايي، همدا لامل دی چې ډاکتران دا ګڼي چې د ټولنې ټول سپي د ریبیز ناروغۍ جراثیم یا مکروب لري.

ایا داسې کېدای شي چې خلک د سپي تر چیچلو یا داړلو مخکې واکسین وکړي او د کومې حادثې په صورت کې هم بیا له دې ناروغۍ بچ پاتې شي.

ډاکتر محب الله سباون وايي، دا ممکنه ده، خو د لیوني سپي له ناروغۍ د مخنیوي واکسین ډېر ګران دي او په افغانستان او پاکستان کې یې زیات خلک نشي اخیستای.

ډاکتر سباون وايي، په کورونو کې که چا سپي ساتلي وي او ماشومان ورسره لوبې کوي نو هغوی هم له سپیو لرې ساتل په کار دي ځکه چې که د ماشوم لاس یا د بدن بل ځای زخمي وي نو د سپي له لاړو هم دی د ریبیز په ناروغۍ اخته کېدای شي.

ډاکتر محب الله سباون وايي، پخوا به د ریبیز ناروغۍ درملنې له پاره په خېټه یا نس کې ۱۴ ستنې لګول کېدې خو اوس پینځه ستنې لګول کېږي او هغه هم د عامې ستنې په څېر په لاس کې لګول کېږي نو د لیوني سپي د ناروغۍ درملنه اوس اسانه شوې ده.

ډاکتر سباون زیاتوي، د پښتنو په وطن کې د ریبیز ناروغي زیاتره له سپیو لګي خو په ځنګلونو او غرونو کې د لومبړې یا سور لنډي او له بیزو یا شادو هم دا ناروغي لګېدای شي.

XS
SM
MD
LG