د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان سرکار د خلکو ترمخ د یوې ښځې د وژلو پلټنه کوي





افغان چارواکي وايي، د هاغو طالب وسله والو د نیولو لپاره یې پلټنې پیل کړې چې د افغانستان په شمال کې یې د زنا په تور یوه ښځه د خلکو تر مخ په ډزو ووژله.


د ادعا شوې وژنې، چې په ظاهره یې ویډیو هم اخیستل شوې ، نړیوال او افغان قهر سېوا کړی دی.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي د ګل پر ورځ ژمنه کړې چې حکومت به یې د ککړو طالبانو د موندلو پوره لټون کوي چې دده په خبره د تشدد او تره ګرۍ یوه له ظلمه ډکه کړنه یې ترسره کړې.

د ادعا شوې وژنې په خپره شوې ویډيو کې طالبان یوه ښځه په څټ کې په ګولیو ولي او ورته راټول کلیوال چیغې وهي.

دا ادعا شوې پېښه د پروان ولایت په یوه لرې کلي کې چې له سر ښار کابله د شمال لوري ته د څه نا څه سل کلومیټره واټن لري رامنځ ته شوې.
XS
SM
MD
LG