د لاسرسي ځای

تازه خبر

په فاریاب کې هم د طالب وسله والو پرضد پاڅون پيل شو



فاریاب پاڅون


د فاریاب ولایت په قیصار او المار ولسوالیو کې ځایي خلکو د وسله والو مخالفینو په وړاندې پاڅون کړی.

د فاریاب امنییې قومندان عبدالخالق له مشال راډیو سره په خبرو کې دا پاڅون تایید کړی او ویلي یې دي؛ چې د دې پاڅون له کبله اته ویشت کلي له وسله والو مخالفینو پاک شوي.

هغه وویل، چې په دې پاڅون کې دوه وسله وال مخالیفین وژل شوي، خو ځینو امنیتي سرچینو بیا ویلي، چې په دې پاڅون کې د طالبانو مهم سرګروپان ګلبدین، قاري غلام محمد او ملا صدر وژل شوي.

تر دې مخکې د غزني په اندړو ولسوالۍ کې هم خلک د طالبانو پر وړاندې پاڅیدلي، چې لا هم د دوی پاڅون دوام لري.

غزني پاڅون


د افغانستان په غزني کې د وسله والو طالبانو پر ضد د پيل شوي پاڅون غړي وايي چې د عامه حقونو د ساتلو او د پوهې د عامولو په موخه يې له وسله والو سره مبارزه پيل کړې او تر اوسه پورې يې د دغه ولايت د اندړو او ګيرو ولسواليو زياتې سيمې له وسله والو پاکې کړې دي.

دا ولسي پاڅون دی


د غزني په اندړو ولسوالۍ کې تر هغې وروسته د سيمې خلکو د وسله والو پر ضد پاڅون پيل کړ چې وسله والو د دغه ولايت په يو شمېر ولسواليو او مرکز کې ښوونځيو ته د ماشومانو پر تګ بنديز ولګاوه.

عبيدالله پاڅون چې ځان د ولسي پاڅون استازی بولي وايي، په هغو ټولو سيمو کې يې ښوونځي بېرته پرانيستي چې تر اوسه پورې يې له وسله والو پاکې کړې دي.

د ده په خبره، پاڅون کوونکي ملګري يې ټول د سيمې اوسېدونکي دي او تر اوسه پورې يې نه له دولت او نه هم له بهرنيو هېوادونو مرسته غوښتې ده.

(( موږ له هيچا څخه کمک نه غواړو او نه مو تر اوسه ورڅخه غوښتی. زموږ د سيمې خلکو چې چا يو ټوپک ، چا کلاشنکوف او چا راکټ درلود هغه يې موږ ته راکړي دي. په دې سربېره د سيمې هغو اوسېدونکيو چې اوس په نورو هېوادونو کې مساپر دي هغوی هم راسره نغده مرسته کړې ده.))

زیاتره نیول شوي طالبان پاکستانیان دي


عبيدالله پاڅون وايي تر اوسه پورې يې پر وسله والو بريد نه دی کړی خو کله چې پر دوی بريد شوی نو د ځانونو دفاع يې کړې ده.

دی وايي، تر اوسه پر دوی دوه ځلې بريدونه شوي چې په کې د دوی يو تن کليوال او د وسله والو د غاړې اته تنه جنګيالي وژل شوي دي.

د ده په خبره، پر دې سربېره يې تر اوسه پورې د وسله والو ۲۴ تنه ژوندي نيولي دي چې زيات يې د پاکستان د پنجاب او قبايلي سيمو اوسېدونکي دي.

(( يو څه کسان چې په يو کلي کې يې له موږ سره مخکې له مخکې اړيکي [لرل] او غوښتل يې پاڅون وکړي هغه کلي ته زموږ تر رسېدو وروسته کليوالو ۲۴ تنه ژوندي راته نيولي ول چې څلور يې افغانان او ۲۰ نور يې پاکستانيان دي.))

د غزني والي موسا خان اکبر زاده هم وايي چې په ولايت کې يې روان پاڅون ولسي دی.

دی وايي، د وسله والو پر ضد پاڅون کوونکي ټول د سيمې اوسېدونکي دي او تر اوسه پورې يې په هيڅ چا پسې نه دي تړلي.

مرستې مو نه دي غوښتې


اکبر زاده زياتوي چې نه ورڅخه تر اوسه پاڅون کوونکيو مرسته غوښتې او نه يې هم خوښه ده چې دولت دي ورسره مرسته وکړي.

د ده په خبره، پاڅون کوونکي کولای شي په خپله د وسله والو مقابله وکړي.

(( تر اوسه پورې يې له موږ څخه د مرستې غوښتنه نه ده کړې، ولس په خپله هم طاقت لري چې له وسله والو سره مبارزه وکړي او زما په خيال بهتره هم دا ده چې دوی له چا څخه مرسته وانخلي او ټولې چارې په خپله سمبال کړي. اوس په سيمو کې د وسله والو پر ضد کرکه پيدا شوې ده. که عام وګړي طالبانو ته په کورونو کې ځای ورنه کړي دا د طالبانو د پاره د ماتي سبب کېدای شي.))

ولسي پاڅون نه دی


بله خوا بيا د وسله والو طالبانو ويآند ذبيح الله مجاهد د دوی پر ضد د پيل شوي پاڅون غړي محلي پوليس بولي.

تر دې وړاندې هم په بېلابېلو ولايتونو کې عامو وګړو وسله وال طالبان وهلي دي خو دا لومړی ځل دی چې ولسي خلکو د طالبانو پر ضد پراخ پاڅون پيل کړی او زياتې سيمې يې ورڅخه نيولې دي.

XS
SM
MD
LG