د لاسرسي ځای

تازه خبر

اقتصادي نړۍ (د بلوچستان د سوداګرانو تاوانونه)


په بلوچستان کې د بوټانو یو دوکاندار
په بلوچستان کې د بوټانو یو دوکاندار

پامیر ساحل

د اقتصادي نړۍ خپرونې پاڼې ته ښه راغلاست. د پاکستان د بلوچستان د مرکز کوټې دوکانداران وايي، د نا امنۍ د پېښو له کبله د دوی کار و بار په ټپه درېدلی دی.


د سوداګرانو د اتحادیې مشر عبدالرحیم کاکړ وايي، هره میاشت په کوټه کې د کار بندیزونو له کبله له دوه تر څلور اربه پاکستانیو روپیو پورې تاوان کېږي.

هزاره سوداګران وايي، دوی خپل دوکانونه نشي خلاصولی ځکه چې د هدفي وژنې وېره ده او همدا وجه ده چې دوی سخت مالي او اقتصادي تاوان کړی دی.

د دې اوونۍ اقتصادي نړۍ په همدې موضوع را څرخي.

د بلوچستان مرکز کوټه نه یوازې د دې صوبې تر ټولو لوی کاروباري ښار دی بلکې له افغانستان و ایران سره د سرحد لرونکو سیمو سره هم تړلی دی چې په دې توګه د ټول پاکستان له پاره اقتصادي ارزښت لري.

په کوټه کې له مودې راهیسې د هدفي وژنو او تاو تریخوالي پېښې روانې دي. د دې له کبله په دې ښار کې مېشت سوداګران زښت ځپل شوي دي.


تر هدفي وژنو وروسته کار بندیز


سوداګران وايي، هر کله چې د هدفي وژنې یا د تاو تریخوالي بله پېښه وشي نو بېلا بېلې ډلې په دوی دوکانونه تړي او دې عمل د دوی کاروبارونه په ټپه درولي دي.

په کوټه کې یو دوکاندار جواد علي یوسفزی وايي دی د بورې، شیدو او چای پلورنځی لري.

د ده په خبره، دوکان یې پر باچا خان یا میزان څلور لاره دی او د چاودنو او هدفي وژنو له کبله د ده کار و بار ډېر خراب شوی دی.

په کوټه کې اکثر د فرقه ییز تاو تریخوالي پر مهال هزاره لږکي په نښه کېږي.

د بوټانو یو دوکاندار شاه رضا چې هزاره دی وايي، کار و بار بیخي ختم شوی دی.

دی وايي، د جون او جولای په میاشت کې به د پاکستان له بېلا بېلو برخو خلک کوټې ته ور تلل خو اوس هیڅ کس نه راځي.

شاه رضا وايي، یو کال کېږي چې پخوانی مال خرڅوي او نوي یې هیڅ نه دي راوړي.



اقتصادي نړۍ خپرونه پوره دلته واورئ:


تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:11:12 0:00
د ډاېرېکټ لېنک


له مشال راډیو سره د خبرو پر مهال د کوټې یو بل دوکاندار ګلستان علي وویل، دی په کور ناست دی.

ګلستان علي هم هزاره دی او وايي، نه یوازې دا چې کار و بار یې درېدلی دی بلکې خلک د وېرې له لاسه له کوره هم نه ووځي.

ګلستان علي پخپله څپلۍ جوړولې او د کوټې په حیدري مارکیټ کې یې دوکان دی.

دی وايي، څرمن او داسې نور شیان به یې چې په پور راوړل نو اوس د دوکان بندېدو له کبله هغه پورونه هم نشي خلاصولای.

چېرې لاړ شو؟


د کوټې دوکاندار شاه رضا له مشال راډیو سره د خبرو پر مهال وویل، دا چاره هم نه لري چې له کوټې بل ځای ته لاړ شي.

ګلستان علي هم شاه رضا ته ورته خبره کوي. دی وايي، په بل ځای کې د کار و بار له پاره باید خلک واقفیت ولري.

شاه رضا له مشال راډیو سره د خبرو پر وخت وویل پخوا به یې د ورځې ۱۰ زره پاکستانیو روپیو دوکانداري کوله او اوس د ورځې یوازې درې څلور زره روپۍ دوکانداري کوي چې د دوکان لګښتونه هم له دې نه پوره کېږي.

ده وویل، په تېرو څلورو کالونو کې یې د امنیت نشتوالي له کبله د شا و خوا ۴۰ لکه روپيو تاوان کړی دی.

ګلستان علي وايي، په تېر یو کال کې یې د ۱۲ لکه روپیو تاوان کړی دی.

په کوټه کې د ټول بلوچستان د سوداګرانو اتحادیې مشر عبدالرحیم کاکړ وايي، د نا امنۍ له وجې د دوکاندارانو په اربونو روپيو تاوان شوی دی.

دی وايي، له نورو صوبو هم هیڅ کس نه راځي چې دلته خریداري وکړي.

کاکړ مشال راډیو ته وویل چې یو ورځ بازار بند شي نو بیا تر لسو ورځو پورې په بازار کې پوره کار و بار نه کېږي.

له عبدالرحیم کاکړه مې پوښتنه وکړه چې د دې مسلې د هواري له پاره دوی تر اوسه څه کړي دي؟

دی یې په یې په ځواب کې وايي، په بیا بیا یې د کار بندیز مخه نیولې، خو بدلون نه راځي.

پانګوالو سرمایه ایستلې ده


کاکړ وايي، د نا امنۍ له وجې لویو پانګوالانو خپله سرمایه له ښاره ایستلې ده او نورو صوبو ته منتقل شوي دي.

د سوداګرانو اتحادیې مشر عبد الرحیم کاکړ له مشال راډیو سره د خبرو پر وخت وویل، د کوټې نا امني پر ټولې صوبې اثر لري.

دی وايي، د صوبې په نورو ښارونو کې هم دې ته ورته حال دی.

له کاکړه مې پوښتنه وکړه چې د میاشتې پر سر به د کوټې ټول دوکانداران په مجموعي توګه څومره تاوان کوي؟

دی وايي، له دوه اربه تر څلور اربه روپیو پورې تاوان کېږي.

په دې موضوع مې د بلوچستان د کورنیو چارو له وزیر او سېکرټر سره په بیا بیا رابطه وکړه خو دوی حاضر نه شول چې د سوداګرانو د ستونزو په اړه حکومتي دریځ راکړي.
XS
SM
MD
LG