د لاسرسي ځای

تازه خبر

'د پاکستان وجود د لږکیو له حال سره مستقیماً تړلی دی'



ژباړه: پامیر ساحل

لیکنه: مبین اظهر

سرچینه: ډان

له پاکستانه خپرېدونکې د انګرېزي ژبې په ورځپاڼه ډان کې لیکل شوي، داسې ښکاري چې په پاکستان کې د لږکیانو د حقونو په اړه د فکر درې ټولي وجود لري.


په دوی کې یو دا دي چې د اقلیتونو د حقونو خبره کوي، د هغوی له پاره غږ پورته کوي. بل ټولی دا فکر لري چې پاکستان له دې زیاتې مهمې مسلې لري چې باید فکر پر وکړي.

وروستۍ ډله د مذهب پلوي تاو تریخوالي دریځ لرونکې او د لږکیو ضد ډله ده. په مقاله کې راغلي، دا وروستی ټولی تر ټولو زیات پر خپل دریځ ولاړ دی او پر ځان ډېر باور لري.

د ډان ورځپاڼې دا مقاله پاکستاني خبریال او ډاکومینټري فلم جوړوونکي مبین اظهر لیکلې ده. نوموړی لیکي، دی د یوې ډاکومینټرۍ جوړولو پر مهال پېنډۍ ته لاړ چې د ممتاز قادري کور ته لاړ شي.

ممتاز قادري هغه سړی وو چې د اسلام د پیغمبر سپکاوي په تور یې د پنجاب ګورنر سلمان تاثیر وژلی وو.

مبین اظهر لیکي، تر دې مخکې چې ده د قادري په کوڅې کې د هغه د کور پوښتنه کړې وای، لویې لویې لوحې یا بینرونه یې ولیدل چې ورباندې د قادري تصویرونه وو خلکو په کې د ګلانو هارونه اچولي ول او د ده زړورتیا یې ستایلې وه.

په مقاله کې راغلي، د ممتاز قادري کورنۍ وايي چې د قادري مقدمه د ټولې اسلامي امې مقدمه ده.

قادري ته د پېنډۍ یوه عدالت د مرګ سزا اورولې وه او تر هغې وروسته نوموړي د دې پرېکړې پر ضد غوښتنلیک جمع کړی وو.

په مقاله کې راغلي، د قادري کورنۍ خوشاله ده چې د کور غړي یې، د هغوی په وینا، د خدای له پاره یو کس وواژه.

د مقالې لیکونکی وايي، په پاکستان کې د داسې ذهنیت تر شا د دې هیواد رسنۍ دي.

مقاله لیکي، تاثیر کفر نه وو کړی. هغه یوازې د یوې عیسوي ښځې ملاتړ کړی وو چې ورباندې د پیغمبر د سپکاوي تور وو. سلمان تاثیر دا فکر لاره چې هغه ښځه د هغه قانون ښکار ده چې مذهبي لږکیو ته د سزا ورکولو له پاره کارېږي.

لیکوال کاږي، ده په لاهور کې د تاثیر له لور صنم سره ولیدل. نوموړې ورته وویل چې د هیواد یوې ورځپاڼې یو کارټون خپور کړی وو چې په کې یې لیکلي ول چې د پیغمبر سپکاوی کوونکی باید ووژل شي.

نوموړې وايي، په هغه ورځ چې پلار یې ووژل شو، نو له ورځپاڼې دا کارټون هم لرې کړل شو.

همدا راز، د ګورنر تر وژنې ساعتونه وروسته د پاکستان د یوه ټیلي ویژن خبریالې مهر بخاري په خپله خپرونه کې دا پوښتنه کوله چې د تاثیر وژنې څه جواز یا دلیل دی؟

د ډان ورځپاڼې په دې لیکنه کې راغلي، ډاکتر خالد یوسف په پاکستان کې د احمدي لږکیو یو غړی دی. دی وايي، د پاکستان په یوه ټیلي ویژن د مذهبي خپرونو یو چلوونکی عامر لیاقت ناست وو او له ځانه سره یې دوه پوهان هم کېنولي ول او پروګرام یې کاوه.

ډاکتر یوسف وايي، دې پوهانو په خپرونه کې وویل چې دا د مسلمانانو مذهبي فریضه یا وظیفه ده چې هغه کسان ووژني چې د احمدیانو له ټولنې دي.

د ډاکتر یوسف په خبره، تر دې خپرونې ۲۴ ساعته وروسته په میر پور خاص کې د احمدي ډلې یو مهم غړی ووژل شو. تر دې یوه ورځ وروسته د ډاکتر خالد یوسف پلار ووژل شو.

ډاکتر یوسف وايي، د عامر لیاقت د خپرونې له وجې دا کار وشو او دا چې د دې کسانو خون د عامر لیاقت په سر دی.

په مقاله کې راغلي، د پاکستان د برېښنایي رسنیو انتظام اداره پیمرا په خپلو موخو کې یوه دا هم لري چې په هیواد کې هغه خپرونې بندې کړي چې فرقه ییزې مسلې پیدا کوي.

خو مبین اظهر لیکي، د پیمرا له مشر سره یې چې خبرې کولې نو هغه ورته وویل چې داسې پوښتنې دې وکړي چې له مذهبي معاملو سره تړلې نه وي ځکه چې دا به اور ولګوي.

په مقالې کې د پاکستان د انصاف او سولې د قامي کمېشن مشر پیټر جیکب له خولې راغلي، د لږکیو حالت د پاکستان د وجود سره مستقیماً تړلی دی چې ایا دا هیواد د یوه دروند قام په حیث ژوندی پاتې کېدل غواړي او که نه؟
XS
SM
MD
LG