د لاسرسي ځای

تازه خبر

مخالفو ګوندونو د ناټو رسد بحالي وغندله


رابعه اکرم - اسلام آباد


د پاکستان له لوري په افغانستان کې مييشت د امریکا په مشری د ناټو ځواکونو لپاره د رسد لارو بیرته پرانیستو په باب په دغه ملک کې بیلا بیلو سیاسي ګوندونو له مشال راډیو سره خپل غبرګونونه شریک کړي دي. ځینو مذهبي ګوندونو د رسد بحالولو پر ضد د احتجاج کولو غږ کړی خو ځینيي نور بیا جلا دریځ لري.

د دفاع پاکستان کونسل مشر مولانا سمييع الحق له مشال راډييو ته وویلو حکومت بي له څه شرطه د ناټو رسد پر ځای کړو او د ده په خبره دا د پارلييمان او جمهورييت دواړو سپکاوۍ دی.

،،په دې سلسله کې موږ احتجاج شروع کړی دی، په خالي ورځ مو د ټولو ګوندونو کانفرنس په لاهور کې راغوښتی دی، او په اتم جولایي به لانګ مارچ کوو. موږ وايو چې کوم خلک د ناټو سپلايي د بحالي خلاف دي او چیغې ووهي، اوس د هغوی امتحان دی چې له موږ سره ملګرتيا وکړي. دا یوه قامي مسله ده، د یو یا دوو ګوندونو کار نه دی،،

د جمعييت العلما اسلام غړي سينيټر حاجي غلام علي وویل چې د هغیو ګوند د ناټو رسد بحالو د حکومتي پرېکړې غندنه کوي.(( زما په خیال حکومت په بحرانونو کې ښکېل دی او له هغې د راوتو لپاره دغه ډول فیصلې کوي چې که له بهرنۍ نړۍ مرستې ورته ملاو شي. د ناټو سپلايي بحالولو په اړه د پارلمان مشترکه پرېکړه لیک یا قراداد تر پښو لاندې کړل شو.))


د پاکستان تحريک انصاف چېرمين عمران خان په لاهور کې خبري غونډې ته ویلي چې د ناټود رسد بحالولو فيصله د پارليمان د قرار داد خلاف ده چې دده په خبره بدې نتیجې به ولري.

،،د ناټو سپلايي بحالولو په اړه وسله والو اورپکو دړکه ورکړې چې دوی به پر مال وړونکو ګاډو بریدونه کوي نو که چیري هغوی بریدونه وکړل ددې ذمه واري به څوک پر غاړه اخلي، په دې کې به عام ولس وژل کېږي، د ګاډو د حفاظت لپاره به پولیس یا هم پوځ ګمارل کېږي د هغې خرڅه به څوک پرې کوي. په دې کې د پاکستان هیڅ ګټه نشته.٬٬

له مشال راډيو سره په خبرو کې د مسلم لیګ نواز ډلې یو مرکزي مشر اقبال ظفر جګړه وویل، (( زموږ تر ټولو مهمه مطالبه د ډرون بریدونو وردرول وو، او دا کار هغسې ونه شو چې موږ یې غوښتنه کوله. او لکه څنګه چې مو په پارلمان کې منظور کړي پرېکړه لیک یا قراداد کې مطالبه کړې وه. حکومت خپلې شپږ اووه میاشتې بې ځایه تېرې کړې.))

په قامي اسمبلۍ کې د فاټا استازي او د واکمن ګوند غړی اخونزاده چټان د ناټو رسد بحالي ضد ګوندونو په اړه وویل چې اوس په ملک کې انتخابات رانژدې کېدونکي دي نو ځکه یې دغه ګوندونه مخالفت کوي. د هغه په خبره د خبرې د دغه ګوندونو تشي لفظي ډرامې دي. هغه زیاته کړه پاکستان په نړۍ کې ګوښه نه شي پاته کېدلای. موږ هم له نورې نړۍ سره تعلقات غواړو. چټان وویل فکر نه کوي چې خلک به د مخالفو ګوندونو احتجاج ته غوږ ونیسي.


د عوامي نيشنل ګوند سينيټر الياس بلور وویل په افغانستان کې ډېره ناټو ملکونو کې ډېر داسي دي چې د پاکستان ملګري هیوادونه دي او په کار ده چې له هغوی سره د ښه تعلقاتو وساتو، نو ځکه د رسد بیا بحالي ډېره ضروري ده. پاکستان چې له بون کنفرانسه بایکاټ وکړو هغې هم ګټه ونه کړله. او د رسد بحالي سره د امریکا و پاکستان خراب تعلقات بیرته سمېدلای شي. دده په خبره دا فیصله باید پخوا شوې وای.

XS
SM
MD
LG