عبدالحی کاکړ - مشال راډيو
پراګ:- د خيبر پښتونخوا او قبائلي سيمو لپاره ښځيه کارکونکې او فعاليني د غير حکومتي ادارې سويرا کارکونکې فريده آپريدی مرګ د هغو خطرونو په لړ کې د يو مثال په توګه وړاندي کوي چې دا وخت ښځينه کارکونکي ورسره مخامخ دي.
د امريکا له لوري د نړی د زړور ښځو جائزه ګټونکې د دير اوسيدونکې شاد بيګم وايې په پښتنه خاوروه د تشدد خور شوي اور د ښځینه کارکونکو ستونزي لا پسي زياتي کړي دي.
( اثرات ځکه ډير ژور دي چې يو خو ښځینه کارکونکې نيغ په نيغه وژل کيږي او تښتول کيږي بلي خواته هغه جینکۍ چې کار کوي يا اين جې او چلوي له دې منع کړل شي.)
که وکتل سي نو له سواته واخلي تر مومندو او باجوړ پوري په واري واري ښځينه استاذاني، نرساني او د ژوند په نورو څانګو کې کارکونکي ميرمنې وژل شوي چې زياتره وخت يې ذمه واري وسله والو ډلو په غاړه اخستې . هم دې ته په اشاره سره په پيښور کې د امن تحريک مشر ادريس کمال وايې په ښځود کار کولو دائره تنګه شوې ده.
( ترهګرې ډلي هغه چا ته څه نه وايې چې اوړه ويشي يا ټيوب ويل ورکوي خو که تاسو د حقونو په حقله تعليم ورکړی يا د روغتيا په اړه خلکو ته پوهاوی ورکوی نو دوی دا ډير بد ګڼي. هلته د ښخو تلل او کارکول ډير ګران شوي دي.)
د پښتنو په سيمو کې وخت نا وخته د ښځينه کارکونکو پر ضد فتواوي جاری شوي چې تازه مثال يې په دې نږدو کې په کوهستان کې د يوه ملا لخوا د اين جې اوز کارکونکو ښځو پر ضد ورکړل شوې فتوا ده. د قامي اسمبلی غړي بشرا ګوهر بيا دا پوښتنه راپورته کوي چې ولي ملايان له ښځو سره د زياتوب په اړه فتواګانې نه جاري کوي.
( ما کله هم وا نه وريدل چې مولانا صيب د هغو ښځو سره د زياتوب کوونکو پر ضد فتوی ورکړې وي چې سهار وختي را پاڅي او له ليرو ليرو څخه د لرګيو بار يا د اوبو منګي پر سر راوړي. د جینکو سکولونه تباه کيږي او په اسلام کې په هر نارينه او ښځه تعليم فرض دی او ډیری جينکی سکولونو ته نه ځي نو په دې دوی فتوی نه ورکوي. خو چې کله ښځه د حقونو خبره کوي نو دوی يې پر ضد فتوی ورکوي.)
شاد بيګم وايې د ښځو پر ضد ګامونه هاغه کوښښونو ته تاوان رسوي چې مختلفي ادارې يې د قبائلي سيمو د زنانو د ژوند د ښه کولو لپاره کوي.
( د فريده اپريدۍ غوندي ښځو چې د هاغې سيمي دي ښه موثره کار يې کولای شي، له دباندي ورغلي خلک هغسي کار نشي کولی لکه ځايي ښځې يې کولی شي. په قبائلي سيمو کې د ښځو لپاره څه عملي کار نه دی شوی ځکه چې دلته ځايي جينکۍ د خرابو حالاتو له وجې کار نه شي کولی او د فريده آپریدی د مرګ په شان پيښې حالت نور هم خراب کړی دی.)
بشرا ګوهر ځينی دا سې وړانديزونه ورکوي چې څنګه د ښځينه کارکونکو او عامو ميرمنو ژوند خوندي کيدای او ښه کيدای شي.
( تر ټولو ضروري کار ښځو ته تعليم، تعليم او تعليم ورکول دي، بل کار ښځو ته د آئين له مخي حق ورکول دي، دريم د ښځو په اړه د پاکستان په آئين کې ځيني قانونونه بدلول دي او څلورم موږ ته نور په سياست کې د مذهب کردار ختمول پکار دي ځکه چې موږ مذهب او سياست د شخصي ګټو لپاره استعمالو چې دا د نورو مسئلو د رامينځ ته کيدو باعث جوړيږي.)
د ښځو د حقونو لپاره کارکونکي سازمانونه وايې که رياست او ادارې په آئین کې ښځو ته ورکړل شوی حقونو ته لومړيتوب ورکړی نو تر ډیره حده د دوی په مخ کې پرتې ستونزي کمېدلی شي.