د لاسرسي ځای

تازه خبر

په قبالي سیمو کې بلدیاتي کونسل جوړېږي







ګل اياز، مشال راډيو

پراګ ــ د پاکستان حکومت په قبايلي سيمو کې بلدياتي نظام لپاره مسوده تياره کړي. د تير ګل په ورځ د خيبر پښتنونخوا ګورنر مسعود کوثر په مشرۍ يوه غونډه کې په قبايلي سيمو کې د لوکل ګورنمنټ ريګوليشن په مسوده بحث شوی .

د دې نظام له مخې په قبايلي سيمو کې به بلدیاتي شورا جوړيږي چې مشر به يې چيرمين او مرستيال چيرمين وي. په پيښور کې د فاټا سيکرټيريټ يو چارواکي فضل الله مشال راډيو ته د دي مسودي په اړه زياته کړه ((دغه شورا یا (کونسل) سره به ۱۴ کسيزه کميته وي. دا کونسل به په قبايلو سيمو کې خلکو ته سهولتونه ورکوي. په دې لړ کې لومړۍ مسوده تياره شوي ده. دا به له فاټا سره تعلق لرونکي د پارليمان غړو سره څيړل کېږي. کارپوهانو سره به خبري کيږي. مدني ټولينو سره به بحث کيږي او پري تجاويز به اخستل کيږي. له دې وروسته به حتمي مسوده تياريږي او بيا به هاغه په اسلام اباد کې قانون وزارت ته ليږل کيږي.))

له دې وړاندې په قبايلي سيمو کې د جنرل مشرف په وخت کې کونسلران ټاکلي شوي وو. دا کونسلران به پوليټکل ايجنټ ټاکل. که څه هم حکومت وايي چې په قبايلي سيمو کې جمهوری اقدارو ته وده ورکول غواړي خو ځيني قبايل وايي چې تر څو په قبايلي سيمو کې امن نه وي تر هغو پوري بلدياتی نظام نشي پرمخ تللای. په پيښور کې نادر منان مومند وايي چې قبايليو ته د دي نظام نه فايدي نه رسيږي.

دی زياتوي ((په يو ځای کې چې امن او قراری نه وي او هلته بلدياتي نظام راوستل کيږي نو هسي قبايليو پوري خندا ده. نه يې مخکي څه فايده کړي او نه هم اوس به څه ګټي ورسيږي. تر څو چې پخوانی نظام چې ۲۰۰۰م کال کې وو، بحال شوی نه وی، زه فکر نه کومه چې هر قسمه نظام دوی راولي هغه د قبايليو په ګټه نه دي.))

نادر منان مومند زياتوي چې بلدياتي ادارو نمايندګانو سره به اختيار نه وی نو څنګه ممکنه ده چې د خلکو خدمت وکړي. خو په اسلام اباد کې د قبايلي چارو يو کارپوه ارش خان وايي په قبايلي سيمو کې د بلدياتي ادارو قيام ډير ضروري دی، دې ګام سره به د قبايلي سيمو خلکو ته په مقامي کچه نمايندګې ملاوشي او خپل اواز به پورته کولای شي. د دې پوښتنې په ځواب کې چې دغه نظام د مشرف په وخت کې هم موجود وو نو بيا ولې ناکامه شو، ارش خان وايي ((د هغه وخت نظام کې خرابی نه وه چې ناکامه شوی وو، بلکې د هغې وجه دا وه چې هاغه نظام کاميابیدو ته نه وو پرېښول شوي. ځکه چې په هاغه وخت کې د ځينو ادارو خپلې ګټې شاملې وې او مفادات وو . هاغه خلکو په مقامي کچه سياسي نمايندګان له ځان سره په خپلو فيصلو کې نه شاملول. پکار ده چې دې ادراو ته اختيارات ورکړل شي. دوی د فيصلو په نظام کې شريک کړل شي، نو دا به د قبايلي سيمو لپاره ډير ګټور وي.))

په بلدياتی نظام کې به منتخب شوي غړي تر څومره حده پوري بااختياره وي، د فاټا سيکرټيريټ چارواکی فضل الله وايي ((دا به يو غوره نظام وي او بااختياره به وي، او هغه ځکه چې د دې مشري يو جمهوري ګورنر پخپله کوي.))

که څه هم په قبايلي سيمو کې د مقامي حکومتونو نظام د دغو ځاينو د خلکو د ستونزي په هواري کې مهم رول لري خو کار پوهان او قبايل نظر لری چې لومړی باید په دي سيمو کې امن پرځای کړل شي بيا د سياسي نظام راوستو لپاره ټول قبايل په اعتماد کې واخيستل شي.

XS
SM
MD
LG