د لاسرسي ځای

تازه خبر

ودرګو کې طالبان وژل شوي، کندهار کې عام خلک ژوبل



سید شاه سقیم کندهار

افغان چارواکي وايي شپه د ميدان ورګو په چک ولسوالۍ کې بهرنيو او کورنيو سرتېرو ګډ عمليات کړي دي چې په پايله کې يې د يو قومندان په ګډون د دولت پېنځه تنه وسله وال مخالفين وژل شوي دي.

د ميدان وردګو د والي وياند شاهد الله شاهد وايي چې عمليات د چک ولسوالۍ د بابا په کلي کې شوې چې په پايله کې يې پېنځه تنه وسله وال وژل شوي او دوی ته يې وسلې او چاودونکي توکي هم لاس ته ورغلي دي.

دی وايي وژل شوي وسله وال هغه ډله وه چې څو ورځې وړاندې يې په چک او جغتو ولسواليو کې د عامو وګړو دوکانونه په زور تړلي وو.

(( دغه عمليات د چک ولسوالۍ په بابا کلي کي ګډو ځواکونو کړي دي چې پکې پېنځه تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي. په وژلو شويو وسله والو کې د طالبانو يو قومندان هم شامل دی، د وژلو شويو کسانو جسدونه د سيمې خلکو ته سپارل شوي او زموږ سرتېرو ته يې وسلې په لاس ورغلې دي ))

بله خوا بيا تېره شپه وسله والو د زابل ولايت په دايچوپان ولسوالۍ کې د ملي اردو د سرتېرو په پوسته بريد کړی دی چې پکې دوه تنه د ملي اردو سرتېري وژل شوي دي.

په سيمه کې يو تن دولتي چارواکی چې د نوم له اخيستلو ډډه کوي وايي چې په دغه بريد کې دوه تنه د ملي اردو سرتېري وژل شوي او يو بل ټپي شوی دی. خوا وايي په ځوابي ډزو کې وسله وال طالبانو ته هم درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.

د زابل مرستيال والي محمد جان رسوليار وايي چې په دغه سيمه کې هر وخت د ملي اردو او وسله والو طالبانو تر مېنځ نښتې کېږي خو وايي د تېرې شپې په بريد کې لا تر اوسه پورې دوی ته ښکېلو غاړ ته د اوښتي مرګ ژوبلې په اړه مالومات نه دي رسېدلي.

(( دا داسې سيمه ده چې هر وخت پکې زموږ د سرتېرو او وسله والو طالبانو تر مېنځ نښتې کېږي خو د ورستې پېښې په اړه لا موږ ته چندان مالومات نه دي رسېدلي ))

خو په جنوب کې د ملي اردو د دوه سوه پېنځه اتل قول اردو قومندان جنرال عبدالحميد هم په بريد کې د ملي اردو د دوو سرتېرو وژل کېدل او د يو بل ټپي کېدل.

په دې سربېره وسله والو نن د کندهار ولايت په ژړۍ ولسوالۍ کې د عامو وګړو په يو موټر ډزې کړې دي چې له امله يې لس تنه ژوبل شوي دي.

د کندهار د والي وياند جاويد فيصل مشال راډيو ته وويل چې وسله والو نن تر غرمې مخکې د ژړۍ د حوض مدد په سيمه کې د کندهار هرات پر لويه لاره په يو تلونکي درې سوه درې ډوله موټر ډزې کړې او وروسته په تېښته بريالي شوي دي.

د ده په خبره د پېښې ټپيان پوليسو د کندهار ملکي روغتون ته لېږدولي دي.
تر اوسه پورې وسله والو طالبانو د يوې پېښې په اړه هم نه څه نه دي ويلي.
درې ورځې وړاندې هم په غزني کې د مسافرو يو درې سوه درې ډوله موټر په ماين ختلی وو چې له امله يې اوولس تنه مړه او ټپيان شوي وو.

XS
SM
MD
LG