د لاسرسي ځای

تازه خبر

"د اسامه د وژنې د پلټنې کمیشن رپوټ ولې نه جوتېږي"


د القاعدې وژل شوی مشر اسامه بن لادن
د القاعدې وژل شوی مشر اسامه بن لادن





د پاکستان انګريزي ورځپاڼه په خپله اداريه کې د القاعدې د مشر اسامه بن لادن د وژني پلټونکي کميشن د رپورټ ولس ته نه په ډاګه کولو باندي تنقيد کړی او وايې کميشن په داسي کولو سره له خپل فرضه سرغړونه کوي.

ايکسپريس ټربيون خپلي اداريې ته ؛ د مئۍ د دومي نيټې رپورټ په ډاګه کړی؛ عنوان ورکړی دی.

ورځپاڼه وايې د اسامه بن لادن د وژني پلټونکې کميشن د رپورټ ولس ته د نه په ډاګه کولو فيصله کړې او ويلي يې دوی به يوازي د رپورټ لنډ تفصيل خپور کړي.

اداريه وايې که کميشن خپل رپورټ پټ ساتي نو کميشن به د خپل فرض په پوره توګه د نه اداکولو مجرمانه فعل ترسره کوي.


ورځپاڼه وايې د کميشن د جوړولو مقصد د هغو امنيتي او جاسوسي نيمګړتياوي پټول نه بلکې په ډاګه کول وو چې د امريکا د ځانګړو ځواکونو د املياتو سوب شوې. اداريه پر مخ کاږي ولس دا حق لري چې د خپل حکومت له ناکامۍ خبر شي.

اداريه زياتوي سر بيره پر دې د پوځ کار د خلکو خدمت کول دي خو کله يې هم د ولس له پلټنو خبرول په ترجيحاتو کې شامل شوي نه دي.

خو وړاندي بيا ورځپاڼه د رپورټ په راز کې د ساتلو وجه دا بيانوي چې کيدای شي کميشن خپل واک او اختيار له نظر غورځولی وي.

ايکسپريس ټربيون د ميډيا د رپورټونو حواله ورکوي چې دلچسپه خبره دا ده چې پر ځای ددې د اسټبلشمنټ د غلطيانو تحقيقات وشي يو ولسي وګړي د پاکستان پخوانی سفير حسين حقاني د قرباني ګډوری جوړ کړل شو.


اداريه بيا وايې چې کميشن تر خپلي ټاکل شوې نيټې زيات وخت واخیست او دا هيله کيده چې ګواکې غواړي د اسامه بن لادن په هيواد کې د موجودګی په اړه ټول معلومات راغونډ کړي او فکر کيدی چې د مئی تر میاشتي پوري به خپل رپورټ ولس ته په ډاګه کړي.


خو د ورځپاڼي په وينا اوس د کمیشن له تازه اعلان څخه دا معلومه شوه چې دوی په دې هيله رپورټ ځنډولی چې د خلکو به دا خبره هيره شي.


ايکپریس ټربيون پر حکومت درپورټ د په ډاګه کولو زور ورکوي دا شان دوی له خپلو غلطانو د څه زده کولوکوشش وکړي.

XS
SM
MD
LG