د لاسرسي ځای

تازه خبر

طالبانو يوه ښځه د جاسوسۍ په تور وژلې ده






وسله والو طالبانو تېره ورځ ناوخته د وردګو ولايت په سيداباد ولسوالۍ د کلي يوه ښځه بهرنيو او کورنيو سرتېرو ته د جاسوسي کولو په تور وژلې ده. ها خوا بيا په غزني کې تېره شپه له يوې مېرمنې او دوو ماشومانو څخه سرونه غوڅ کړل شوي دي.

د سيمې اوسېدونکي وايي وسله والو طالبانو پرون ناوخته هغه مېرمن وژلې ده چې څلور ورځې وړاندې يې له خپل کور څخه تښتولې وه.

د دوی په خبره وژل شوې ميرمن د سيد اباد ولسوالۍ د بر جنجای کلي اوسېدونکي وه او تېره ورځ يې جسد همدغه کلي ته په څېرمه غره کې موندل شوی دی.

د سيمې يو تن اوسېدونکی چې نه غواړي نوم يې واخيستل شي وايي چې وژله شوې ښځه د وسله والو طالبانو د يو پلوي ملا مېرمن وه خو څلور ورځې وړاندې طالبانو په دې تور چې دولت او بهرنيو سرتېرو ته يې جاسوسي کوله له خپل کوره تښتولې ده.

دی وايي طالبانو به تښتول شوې مېرمن څو ورځې کلي په کلي له ځان په سره په موټر سايکلو ګرځوله خو تېره ورځ يې د سيمې اوسېدونکيو ته ويلي دي چې تښتول شوې مېرمن يې وژلې او د برجنجايي په غره کې يې غورځولې ده.

خو د ميدان وردګو د والي وياند شاهدالله شاهد وايي بيا وايي چې وسله والو د برجنجای په کلي کې يوه ښځه له ځان سره غره ته وړې وه خو وژلې يې نه ده.

دی وايي وسله وال تښتول شوې ښځه څلور پېنځه ورځې په غره کې له ځان سره ساتلې وه.

(( موږ اوس داسې مالومات تر لاسه کړي دي چې د بر جنجای په کلي وسله والو يوه ښځه له ځان سره په دې پلمه بېولې ده چې ګواکې دغه ښځه بهرنيانو ته جاسوسي کوي. دا له اسلام او افغانيته لېري کار دی. وسله والو څلور پېنځه ورځي دغه پردۍ ښځه له ځان سره په غره کې ساتلې وه خو وژلې يې نه ده. ))

شاهد زياتوي چې څو ورځې وړاندې هم په دغه سيمه کې وسله والو طالبانو يوه مېرمن وژلې وه.

دی وايي څو ورځې وړاندې په سيد اباد کې د جګړې پر مهال يوې ښځې طالبانو ته ويلي وو چې د دوی له باغه دي پر دولتي سرتېرو ډزې نه کوي خو طالبانو يې په ځواب کې په ښځه ډزې کړې او وژلې يې وه.

تر اوسه پورې لا وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي.

بله خوا بيا تېره شپه ناڅرګندو کسانو د غزني ښار په پلان سه سيمه کې يوه مېرمن او دوه ماشومان وژلي دي.

له وژلو شويو کسانو څخه سرونه غوڅ شوي او قاتل يې تر اوسه هم نه دی مالوم.

دولتي چارواکي ځينې د پېښې په اړه ناخبري ښيي او ځينې يې له خبرو کولو څخه ډډه کوي. خو د غزني د ملکي روغتون رييس باز محمد همت بيا وايي چې د دوی روغتون ته د يوې مېرمنې ، يوې نجلۍ او يو هلک جسدونه ور وړل شوي دي.

دی وايي درې واړه وژل شوي کسان د دايکندي ولايت اوسېدونکي دي او کېدای شي پېښه د کورنۍ شخړې په اساس پېښه شوې وي.

(( هو روغتون ته يې راوړي دي. يوه يې مور ده ، يوه يې لور، او يو يې بچی دی . درې واړ حلال شوي دي. دغه کسان د دايکندي ولايت اوسېدونکي دي او کېدای شي پېښه د کورنۍ شخړې له امله پېښه شوې وي ))

وړمه شپه هم د غزني په اندړو ولسوالۍ کې يوه مېرمن د خپل ورور په ګډون د ماين په چاودنه کې وژل شوې او يو بل ماشوم ژوبل شوی وو.

سید شاه سقیم

XS
SM
MD
LG