د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پاکستان کې د غبرګ شهریت ستونزه


د پاکستان وزيراعظم راجه پرويز اشرف
د پاکستان وزيراعظم راجه پرويز اشرف


رابعه خان مشال راډيو


اسلام آباد:په داسي وخت کې چې په سپريم کورټ کې هم د غبرګ شهريت لرلو په ضد مقدمه روانه ده، وزيراعظم راجه پرويز اشرف د متحده قامي موومنټ مشر الطاف حسين سره په ټيليفوني خبرو کې ويلي دي چې ډير زر به پر غبرګ شهريت لرونکو په انتخاباتو کې په برخه اخیستو بنديز ختم شي. د وزير اعظم په وينا په دې لړ کې يي د قانون وزير ته احکامات ورکړي دي.



د اوسني حکومت اتحادي د عوامي نيشنل پارټۍ غړي سينيټر حاجي عديل وايي د نورو ملکونو شهريت سره يو تن د هغه ملک د وفاداري سوګند پورته کوي نو ځکه يو کس نه شي کولي چې په يو وخت د دوو ملکونو وفاداري وکړي.

،،زموږ ګوند د غبرګ شهريت په باب خبري اتري نه دي کړي اؤ نه وزيراعظم له موږ سره پري خبري کړي دي هغوي له الطاف حسين سره خبرې کړي دي. زما زاتي رایه دا ده که يو سړي د امريکا ،بریتانییا تر آیین لاندې لوړه پورته کړي وي نو په هاغه کې دا هم ورته ویل شوي دي چې د امريکا او بریتانيیا په جګړه کې به هم شموليت کوې. زما په خيال چې د سپريم کورټ فيصله او موجوده آيين ددې لپاره دی نو دا صحيح دي. نو پکار نه ده چې غبرګ شهريت والا دې زموږ وزيراعظم ،صدر يا وزير جوړ شي،،

له مشال ريډیو سره په خبرو کې د مسليم ليګ نواز غړي او د خيبر پښتونخوا پخواني وزيراعلی پير صابر شاه وویل،

،، غبرګ شهريت کړکيچ پيدا کوي نو په کار ده چې لرونکو ته یې په انتخاباتو کې د برخې اخیستو اجازت ور نه کړل شي.،،

ددې مسلې د قانوني او آیيني حيثيت په اړه قانونپوه شاه خاور وايي:

،،وزيراعظم اعلان کړیدی چې د غبرګ شهريت په باب قانون جوړوي، نو که دا قانون سازي په پارليمان کې وشي او دواړه ايوانونه په اکثريت خپلې رایې منظورې کړي نو هاغه به يو قانون جوړ شي، د دې په ښه او بد خبرې کيدای شي،خو يوه خبره ده هاغه قانون چې په آیين کې ورکړل شوی دی او له بنيادي حقوقو سره تصادم نلري نو په هاغه کې بديعت نشته.نو په هاغه قانون به عدالت او انتظامیيه عمل کوي،،

نوموړی زياتوي چې که څوک په دې اړه اعتراض لري نو هغوی هايي کورټ او سپريم کورټ ته تللای شي.
XS
SM
MD
LG