د لاسرسي ځای

تازه خبر

له افغانستانه د مسلکیانو فرار


د افغانستان د ولسمشر حامد کرزی له پوهنتونه د فراغت پر مهال یو زدکونکې ته سند ورکوي
د افغانستان د ولسمشر حامد کرزی له پوهنتونه د فراغت پر مهال یو زدکونکې ته سند ورکوي


پامیر ساحل مشال راډیو


پراګ:- ورځې مخکې افغان ولسشمر حامد کرزي یوه سیمینار ته د وینا پر مهال د افغانستان د تعلیمي نظام د اصلاحاتو وړاندیز کړی وو. نوموړي په خپلو خبرو کې ویلي ول باید د کانکور د ازموینې نظام هم بدل شي او د طب او انجینرۍ زده کوونکي که په انګرېزي ژبې زده کړې وکړي نو دا د هیواد د پرمختګ له پاره ښه خبره ده.

په دې اړه اژانس فرانس پریس په یوه رپورټ کې ویلي دي چې لا مخکې د هیواد د خرابې سیاسي او امنیتي وضعې له کبله مسلکي کسان نورو ملکونو ته ځي نو که لوړې زده کړې په بهرنۍ ژبه خصوصاً په انګرېزي وکړي نو د دوی د هیواد پرېښودو ویره پیدا شوې ده. ایا ريښتیا هم داسې کېدای شي که څنګه؟



افغان ولسمشر حامد کرزي د شنبې پر ورځ وویل، هیواد ته د مسلکي تعلیم یافته کسانو ډېره زښته اړتیا ده او د دې له پاره که د پوهنتون په کچ ساینسي مضامین په نړیوالو ژبو ولوستل شي نو دا به بهتره وي.

اژانس فرانس پریس لیکي، په نړیوالو ژبو لوړې زده کړې دا ویره پیدا کوي چې له پوهنتونه فارغ شوي کسان به له افغانستانه نورو هیوادونو ته د کار له پاره لاړ شي.

په کابل کې د ولسمشر پخوانی مشاور او د کابل پوهنتون استاد محمد اسماعیل یون وايي، د کرزي موخه په تعلیمي نظام کې اصلاحات وو خو دې ته سیاسي بڼه ورکړل شوه.

دی وايي، ولسمشر وړاندیز کړی دی چې د کانکور په نظام کې هم باید بدلون راوستای شي ځکه چې په دې کې درغلي کېږي.

د کانکور امتحان په افغانستان کې په پوهنتونونو کې د داخلو له پاره اخیستل کېږي.

استاد اسماعیل یون وايي، پر ځای د دې چې له ترجمه شویو کتابونو پوهه تر لاسه شي ولې دا کار د انګرېزۍ په وسیله ونه شي چې د علم لومړۍ سرچینه ده.

دی وايي، په افغانستان کې د انګلیسي ژبې زده کړې ډېر کورسونه دي، اکاډمۍ دي، مانا دا چې ولس د دې ژبې په ارزښت پوه دی.

په کابل کې د سیمه ییزو مطالعاتو د مرکز مشر عبدالغفور لېوال وايي، افغانستان د علم له اصلي منابعو او ماخذونو محروم دی، او باید ساینسي مضامین په انګلیسي ولوستای او تدریس شي.

استاد اسماعیل یون وايي، دا سمه خبره نه ده چې په بهرنیو ژبو زده کړې دې د دې لامل وګرځي چې مسلکي کسان او کدرونه دې له هیواده فرار شي.

غفور لېوال هم له یون سره همنظره دی او وايي، ډېره اړینه ده چې ساینسي زده کړې تر هغه وخته په بهرنیو ژبو وشي چې افغانستان د ساینس خپل متخصصین پیدا کړي.

غفور لېوال وايي، د بهرنیو ژبو د تسلط خلاف دی خو د پوهې تر لاسه کولو له پاره لومړۍ او اصلي علمي منابع ښې دي.

استاد اسماعیل یون زیاتوي، ولسمشر کرزي یوازې وړاندیز کړی دی او د دې د عملي کولو له پاره به تعلیمي بورډ او اکاډیمیکان کېني او تر پوره غور وروسته به پرېکړه کوي.
XS
SM
MD
LG