د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بلوچستان هزاره ګان له حکومته ناامېده شوي دي



ژباړه:- اسرار عالم مومند

د پاکستان د انګرېزۍ ژبې ورځپاڼې ډان په يوه رپورټ کې راغلي په پاکستان کې د کال دوه يو راهيسې په څلرویشتو پيښو او يو سل يو ديرش هدفي بريدونو کې څه باندې اته سوه هزاره ګان وژل شوي دي . ځینې په دې نظر دي چې د هزاره قبيلې خلکو د وژنې ترشا د امنيتي او استخباراتي ادارو لاس دې بلخوا حکومتي چارواکې دې ته د فرقه ايزو جګړو نوم ورکوي .


د پاکستان په بلوچستان صوبه کې روان کال د هزاره نسل خلکو باندې ورپکو لږ تر لږه شپږ وارې بريدونه کړي دي ، په دې بريدونو کې ډير قېمتي ځانونه ضايعه شوي دي ، په دې کې تر ټولو خطر ناک د تېرکال په ستمبر مياشت کې شوې وو کله چې په سپکو او درانو وسلو سمبال اورپکو د مساپرو يو بس ودرولو چې په کې د هزاره نسل خلک ناست وو ، اورپکو د امنيتي چېک پوستې نه په يو کلومیټر فاصله کې د هزارې قبيلې د دغه کسانو نه سرونه پرې کړل.

همدا شان پيښه له دې څو ورځې وروستو د کوټې په اختر اباد سيمه کې رامنځ ته شوه ، د ځنو ناتاېد شوؤ رپورټونو له مخې
د کال دوه زره يوم راهيسې په څلرویشتو پيښو او يو سل يو ديرش هدفي بريدونو کې څه باندې اته سوه هزارګان وژل شوي دي .

په رپورټ کې راغلي دي چې د دې ټولو بريدونو پړه ناقانونه ګرځول شوې ډلې لشکر جنګوي پر غاړه اخستې. دغه ډلې په بلوچستان کې هزاره ګان واجب القتل ګرځولي دي او خبردارې يي ورکړی دی چې دوی به په دغه صوبه کې د علم دار روډ سيمه او هزاره ښار ګوټې په قبرستان بدلوي .

ځینې په دې نظر دي چې د هزاره قبيلې خلکو د وژنې ترشا د امنيتي او استخباراتي ادارو لاس دې بلخوا حکومتي چارواکې دې ته د فرقه ايزو شخړو نوم ورکوي .

سردار سادت علي چې د هزاره قبيلې يو مشر دې وايي امنيتي ادارې هيڅ اراده نه لري چې له ترهه ګرو د هغوي ژوند خوندي کړي. همداراز د هزاره ټولنې ځنې غړي تور لګوي چې په بلوچستان کې د امنيتي سرتېرو له کاروايانو څخه د پام اړولو لپاره هزارګان وژل کيږي.

طاهر خان هزاره چې يو سياسي کار کونکې دې وايي هزاره ګان ځکه وژل کيږي چې هغوی د طالبانو او په افغانستان کې د ستراتیژیکي ژورتيا تګلارې (پالسي) ضد دي.

د هزاره ډيمو کريټک پارټۍ يو مشر زمان دهقان زاده وايي پاکستان حکومت دوس په افغانستان کې د شمالي اتحاد پلويان ګڼي نو ځکه د دوی په حب الوطنۍ هم شک کيږي. د هقان زاده تور لګوي، دوی له دې وجې هم وژل کيږي چې د بلوڅانو پر ضد له جګړې کولو انکار کوي. د هزاره ګانو د وژنې په اړه د يو رپورټ له مخې مليشا ځواکونه په دې عقيده لري چې د هزاره نسل خلکو ته د ايران لخوا مالي مرسته ورکول کيږي خو هزاره ګان دا قسمه تورونه ردوي.

بلخوا ايف سي ځواکونه د هزاره قبيلې خلکو د وژنې تور په بلوچستان ليبريشن آرمي لګوي خو د هزاره قبيلې مشر سردار سعادت په سختۍ سره دا تورونه ردوي او وايي چې د دغه تنظيم له دوي سره هيڅ قسمه دشمني نه شته. نوموړې زياتوي لشکر جنګوي د هغوی د قبيلې خلک وژني او دغه رنګ بيا آزاد ګرځي.

همداراز په بلوچستان کې ټول ملتپالي ګوندونه بيا په دې نظر دي چې د مذهبي سخت دريزۍ له لارې په بلوچستان کې د قام پرستو ډلو د هلو ځلو مخنیوی کيږي.

د ډان ورځپاڼې په رپورټ کې راغلي دي په افغانستان کې د طالبانو په واکمنۍ کې په زرګونو د هزاره قبيلې خلک وژل شوي وو او هغوی ته د ملک پريښودو امر جاري کړل شوې وو. دغه رنګ په دغه هېواد کې هزاره ګان د طالبانو پر ضد د شمالي اتحاد برخه وه او روسته بيا له نړيوالو ځوکونو سره ملګري شول . همداراز له دوی څخه د بدل اخستو لپاره د افغانستان طالبان په بلوچستان کې د هزاره ګانو ضد له لشکر جنګوي او القاعده ډلې چلونکو سره ملګري شول.
XS
SM
MD
LG