د لاسرسي ځای

تازه خبر

'د شیعه ګانو د وژنو تر شا د امنیتي ادارو لاس'


نجیب عامر

پراګ - د پاکستان د بشري حقونو کمیسون په خپل یو خپور کړي رپورټ کې ویلي، په بلوچستان کې د شیعه زیارت کونکو وروستۍ وژنه ددې خبرې ښکارندويي کوي چې حکومت د جرمونو په وړاندې د بې پامۍ نه کار اخلي.


د پاکستان د بشري حقونو سازمان د کوټې په تروریستي پېښه کې د وژلو شویو او ژوبلو کسانو د کورنیو سره غمرازي ښکاره کړې ده.

یاد سازمان وايي په کویټه کې چې د تیرې پنج شنبې په ورځ کومه پېښه رامنځ ته شوه ترې جوتیږي چې ترهګر د خپلو منظمو عزایمو سره، خلک د مذهب په نامه په نښه کوي او داسې ښکاري چې حکومت د دې خلاف ګامونه ، نه پورته کول غواړي او یا په بله مانه نه یې شي پورته کولی.

په رپورټ کې راغلي، تیر کال د بلوچستان صوبې په مستونګ ضلع کې له ایرانه په راستنیدونکو زیارت کونکو د برید نه پس، د دې خبرې اړتیا لیدل کیده چې برید کونکي باید د قانوني چلن سره مخامخ شي، ځکه که داسې ونه شي، لرې نه ده چې دوی یو وار بیا همداسې برید وکړي. او د تیر زیارت په ورځ همداسې هم وشول.

دا ځلې برید په هغه بس باندې وشو چې د پولیسو په نګرانۍ کې روان و، او د مستونګ د پېښې په شان نه دحملې مخه ونیول شوه او نه برید کونکي ونیولی شول. دتیرې پېښې سره یې یوازې یو توپیر درلودلو او هغه دا چې ټپیان په بیړه روغتون ته ورسول شول.

د پاکستان د بشري حقونو د سازمان په دې رپورټ کې وړاندې راغلي یوازې په دوه زره دولسم کال کې له شپیتو زیات شیعه مسلمانان وژل شوي دي ، او ددوی په وینا هرڅوک پوهیږي چې دا ډول بریدونه څوک کوي.

رپورټ وايي دا چې بلوچستان کې د شیعه مسلمانانو ژوند خوندي نه دی ، نو ځکه ځوانان یې د خپل ژوند د ژغورلو په خاطر په خطرناکو لارو بهرنیو هیوادونو ته ځانونه وباسي، همداسې ۷۱ ځوانان په ۲۰۱۱ م کال کې په اندونیزیا کې په اوبو کې ډوب شول.

د بشري حقونو د سازمان په دې رپورټ کې یوې بلې مهمې نکتې ته هم اشاره شوې او هغه دا چې له ایرانه راستنیدونکي زیارت کونکي په بیلا بیلو بسونو کې سپاره وو، چې د امنیتي ځواکونو له خوا په یو بس کې راټول کړی شول، چې بیا وروسته پر دې بس برید وشو. او د ځینو نښه شویو کسانو کورنۍ انګیري چې کیدای شي، دامنیتي ځواکونو په لیکو کې به وسله والې ډلې خپل کسان درلودل.

په رپورټ کې راغلي د پاکستان د بشري حقونو سازمان ددې څیړنه نه شي کولی، خو دا غوښتنه کوي چې ددې خبرې تحقیقات هم باید وشي.

رپورټ په اخره کې لیکي چې د پاکستان د بشري حقونو سازمان په واضحه توګه دا ډول بریدونه هم غندي او د حکومت بې پرواهي هم ، چې دا څوهم ځل دی د لشکر جنګوي په نامه یوه وسله واله ډله د داډول پېښو پړه مني خو پرضد یې هیڅ ډول ګام نه پورته کیږي.

د پاکستان د بشري حقونو کمیسون وايي ترڅو قاتلان د قانون مخې ته رانه وستل شي، پاکستان به تر دې زیات هم د ژوند کولو لپاره خراب ځای وګرځي.
XS
SM
MD
LG