د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا غور کوي، له ګوانتانامو ځینې طالبان خوشې کړي


د ګوانتانامو زندان
د ګوانتانامو زندان
جان آقا الکوزی

پراګ - د ولسمشر بارک اوباما اداره په افغانستان کي له طالبانو سره د سولې د خبرو د بیا پیل کولو په مقصد، له ګوانتا نامو زندان څخه د طالبانو د یو شمېر بندیانو په خوشي کولو او افغانستان ته د هغوي په استولو غور کوي.


د دغه وړاندیز پر اساس، یو شمېر هغه طالبان چي په ۲۰۰۱ میلادي کال کي افغانستان ته د بهرنیو ځواکونو د تلو پر مهال، د جګړې د ډګر د دښمنانو په نامه نیول شوي دي، افغانستان ته انتقال شي .

دا پریکړه د امریکا په دریځ کي یو ډول بدلون ښیي او وایي، دا کسان چي افغانستان ته استول کیږي، امریکا ته به ګواښونه نه مخامخوي.

له دي څخه دا هم څرګندیږي چې متحده ایالات له منځ لارو یا معتدلو طالبانو سره د سولې معاملې ته لیوالتیا لري.

د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیرې هیلري کلنټن او نورو چارواکو ویلي، که څه هم چی له طالبانو سره خبرې په زړه پورې ندي، خو د افغانستان د اوږدې جګړې د ختمولو لپاره تر ټولو غوره لار ده.

د آژانس په باور، د سولې دا نوې معامله به د ولسمشر حامد کرزي د حکومت اعتبار زیات کړې .

کرزی او امریکایي چارواکي هڅې کوي چی طالبان د سولې د عملیې له لارې په حکومت کي شامل کړې او دا ځکه چي د امریکایي قوماندانانو په وینا، وسله وال یوازي په پوځي قوت نه ماتیږي.

امریکایي او افغان چارواکي وایي، د جمهور رییس اوباما د ادارې ددي نوي وړاندیز یا پلان پر اساس به طالب بندیان له ګوانتنامو زندان څخه راسا په باګرام کي پروان زندان ته انتقال شي.

دا زندان لا هم د امریکایي ځواکونو په امنیتي کړۍ کي دی او تمه ده چي په سپتمبر میاشت کي په بشپړ ډول افغان حکومت ته وسپارل شي.

د امریکا دفاع وزیر لیون پانیټا باید له ګوانتنامو زندان څخه د طالب بندیانو استول لاسلیک کړې او دا تصدیق هم باید وکړې چي دا کسان به امریکا ته خطر نه پیښوي.


پانیټا د جمعې په ورځ ، ددي کسانو په اړه زیات څه ونه ویل، خو دا یي وویل چي د سولې د معاملې لپاره بحثونه روان دي.

د امریکا دفاع وزیر وایي: ((دا مهال د بندیانو د تبادلې لپاره کوم مشخص تعهد نشته. د یوه شي ډاډ درکولاي شم او هغه دا چي د بندیانو هره تبادله چي زه یي تصدیقوم، هغه به د قانون پر اساس وي او دا به پکي حتمي ذکر کیږي چي دا کسان به بیرته جګړو ته مخه نه کوي.))

په راپورونو کي ویل شوي، د طالب بندیانو د استولوپه مسلې، په واشنګټن کي د افغانستان د سولې د عالي شوری د استازو او امریکایي چارواکو تر منځ په دي وروستیو کي بحث وشو.

یو جګ پوړی امریکایي چارواکی چی نوم یي نه دی په ډاګه کړی، وایي، په خوشې کېدونکو بندیانو کې د طالبانو پینځه مهم کسان نه دي شامل، د دې کسانو پر سر جلا بحثونه شوي ول او وروسته خبرې په ټپه دریدلې وې.

خو د سولې د عالي شورا د نړیوالو اړیکو سلا کار ښاغلی اسمعیل قاسمیار وایي، ددي معاملې پراساس به د پنځو مهمو او جګ پوړو طالب مشرانو په ګډون، د طالب بندیانو ۱۷ تنه له ګوانتنامو زندان څخه خوشي شي.

مخکي ویل شوي وو چي دا بندیان به قطر ته واستول شي، هلته به په یوه کور کي وساتل شي او د سولې په خبرو کي به ګډون وکړي.

د ولسمشر حامد کرزي حکومت له لومړي سره غوښتل چي د طالبانو دا ۱۷ تنه بندیان باید افغانستان ته انتقال شي.

طالبانو په تېرمارچ میاشت کي له امریکایي چارواکو سره د سولې خبرې بندې کړې وې او په امریکایي لورې یی تورلګولی و چي د بندیانو په خوشي کولو کي ناغیړې کوي. امریکایي چارواکو ویلي و، خبرې ځنډیلې خو بیخی له منځه ندي تللې.
XS
SM
MD
LG