د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستانيان امريکا خپل دښمن هېواد ګڼي: سروې






هارون باچا - مشال راډیو

په واشنګټن کې مېشت د ((پيو ريسرچ سنټر)) د مشر اينډريو کوهټ له خوا په خپره کړل شوې اعلاميه کې ویل شوي، د دوﺉ سروې ښيي چې درې کاله مخکې په سلو کې ۶۴ او پروسږ کال ۶۹ پاکستانيانو امريکا ته د يوه دښمن هېواد په سترګه کتل، روان کال يې في صدي ۷۴ ته لوړه شوې ده-

دغه راز ویل شوي چې د پاکستان د خلکو له خوا د امريکا ولسمشر براک اوباما ته په درناوي کولو کې هم په زياتېدونکي ډول کمی ليدل کېږي-

د پيو سنټر د سروی د پايلو تر مخه، د تېر کال د ۱۶ في صده په پرتله، روان کال يوازې ۱۳ في صده پاکستانيان په دې اند دي چې په تېرو کلونو کې د امريکا او پاکستان په اړيکو کې پرمختګ شوی دی- د سروی په ترڅ کې دغه راز ښودل شوي چې د پاکستان د خلکو يو زيات شمېر اوس په خپلو لومړيتوبونو کې د امريکا او پاکستان اړیکو ښه کېدلو ته ځای نه ورکوي- که څه هم چې ۴۵ في صده پاکستانيان د دواړو هېوادونو ښې اړيکې اړينې بولي، خو دغه في صدي د تېر کال د هغې په پرتله وايي چې ۶۰ په سلو کې راکمه شوې ده-

د پيو سنټر په اعلاميه کې راغلي چې په اټکلي توګه، په لسو پاکستانيانو کې څلور تنه په دې باور دي چې له پاکستان سره د امريکا اقتصادي او پوځي مرستې، په حقيقت کې په دغه هېواد منفي اغېزې کوي، او زياتوي چې په لسو کې يوازې يو پاکستانی فکر کوي چې دغه امداد يې د ملک په ښه تماميږي-

په خبرپاڼه کې وړاندې ویل شوي، د تېرو څو کلونو راهېسې د افراطي ډلو پر ضد مبارزه کې له امريکا سره د کار کولو د پاکستانيانو په اراده کې کمی واقع شوی دی- د سروی پايلې ښايي چې د ۲۰۰۹ ز کال د ۷۲ في صده په پرتله، سږ کال يوازې ۵۰ في صده پاکستاني وګړو له امريکا وغوښتل چې د دې هېواد په هغو سيمو کې، چيرته چې د افراطي ډلو نفوذ زيات دی، خپلو مالي او بشري مرستو ته دوام ورکړي- دغه راز وايي چې د تېرو دريوو کلونو په نسبت، سږ کال د پاکستانيانو يو کم شمېر په استخباراتي او لاجيستيکي برخو کې د امريکايي ملاتړ غوښتونکي دي-

د واشنګټن د دې څېړنيز مرکز د سروی پايلې دا خبره هم په ډاګه کوي چې که پاکستانيانو ته د افراطي ډلو د مشرانو پر ضد ډرون بريدونه له پاکستاني حکومت سره په همکارۍ کې د کېدلو انتخاب هم مخې ته کښېښودای شي، بيا هم د دوﺉ په سلو کې يوازې ۱۷ له دغه امريکايي پروګرام سره خپله خوښي څرګندوي-

پيو سنټر خپله دغه سروې د روان کال د مارچ له ۲۸ مې نېټې واخلې تر د اپريل د ۱۳ مې نېټې په موده کې له ۱۲۰۶ پاکستانيانو سره د نېغ په نېغه مرکو په ترڅ کې بشپړه کړې ده- د ادارې په خبره، د مرکه شويو کسانو دغه شمېر د شاوخوا ۸۲ في صده پاکستانيانو د رايو نمايندګي کوي- همداراز ویل شوي چې يادې ادارې د امنييتي ستونزو له کبله و نه شو کړای د پاکستان د قبایلي سيمو، ګلګت بلتستان او ازاد جمو او کشمير اوسېدونکو ته ورسيږي او د امريکا په اړه د هغوﺉ رای وپوښتي-

XS
SM
MD
LG