د لاسرسي ځای

تازه خبر

له تېرې لسیزې راهیسې د پښتو موسیکي په غوړېدو ده


ګلزار عالم
ګلزار عالم

فرخنده وزیر

په خیبر پښتونخوا ، قبایلي سیمو او دا شان په افغانستان کې که څه هم په دې تیرو وختونو کې د توندروۍ او بد امنۍ له وجې د پښتو موسیقي او د هنر مندانو ژوند له سختو حالاتو سره مخامخ شو، خو د پښتو موسیقۍ کاروبار کونکي او سندرغاړي وایې، تیرو لسو کالونو کې پښتو میوزک ته نوي اوازونه راغلل، او مارکیټ یې هم د پخوا په مقابل کې پرمختګ کړی.

پښتو میوزک چې په دې تیرو وختونو کې یو ځل بیا نه یوازې په نويو اوازونو او سازونو ښایسته شوی، بلکې په پیښور کې یې کاروبار یان وایې، د پخوا په پرتله یې مارکیټ هم ښه شوی دی.


دا اوسنۍ کل ډیر محنت کوي، او که تیر لسو کالونو ته وکتل شی، نو دا د میوزک دور وو او یوه جدیده لسیزه وه.
همایون خان.

که څه هم په خیبر پښتونخوا ، قبایلي سیمو او د ملک په نورو برخو د پښتو موسیقۍ په مارکیټونو او دکانونو بمي حملې وشوې، او د نورو خلکو په رنګ پښتانه سندر غاړي له یو سخته وخته تیر شول، ډیر د توندروۍ او ټولنیزو بندیزونو ښکار هم شول، چې یو تازه مثال یې غزاله جاوید هم دی.

ځوان سندر غاړې همایون خان چې په دې وروستیو کې یې د کراچۍ په کوک سټوډیو کې هم دوه سندرې ویلي وایې، بدلون راروان دی، ډیر ځوانان او تعلیم یافته هلکان او جینکۍ خوښوي، د خپلو خیالاتو اظهار د هنر په مختلفو میدانونو کې وکړي، چې یوه پکې د میوزک نړۍ هم ده. همایون خان وایې.

((ډیر ځوانان سندرغاړي او موسیقاران د موسیقۍ اړخ ته راروان دي، دا د دوی لپاره د اظهار یوه ښه ذریعه هم ده، او دا خلک ډیر په ذمه وارۍ او مینې سره کار کوي، ډیر ه ښه ښه موسیقي یې ورکړه. دا یو مثبت بدلون دی ، او په تاریخ کې لیکل کیږي. دا اوسنۍ کل ډیر محنت کوي، او که تیر لسو کالونو ته وکتل شی، نو دا د میوزک دور وو او یوه جدیده لسیزه وه))



که یو خوا بد امني ده ، نو بلخوا په ټولنه کې ډیر پرمختګونه هم روان دي ، او یو پکې د پښتو میوزک د مارکیټ پرمختګ هم دی.
بختیار خټک.

په پیښور کې د پښتو میوزک کاروباریان وایي ، اوس د پخوا په نسبت د دوی کاروبار ښه شوی، او د ځوان سندرغاړو لکه همایون خان، بختیار خټک ، رحیم شاه ، کرن خان، نازیه اقبال او ګل پاڼې د سندرو سره سره د استاذ ناشناس ، خیال محمد استاذ، سردار علي ټکر او هارون باچا کیسټونه هم خلک ډیر خوښوي، او زیات خرصیږي. په پیښور کې د میوزک کیسټونو یو کاروباري محمد حفیظ وایې، خلک اوس د هندې فلمونو له سندرو زیات د پښتو میوزک کیسټونه اخلي. ....

محمد حفیظ وایې، که چرې د نوو سندرو په غلا د نقل کولو یا پایرسي خلاف کار وشي، نو د پښتو میوزک مارکیټ په لکونو روپو ګټه کولای شي .

په افغانستان و پاکستان کې د پښتو موسیقۍ نوي اوازونه یو شان خوښي لري ، او دغه وجه ده ، چې د دوی نوي کیسټونه او سي ډیګانې دواړو غاړو ته خپل مارکیټ لري. په پیښور کې د میوزک یو بل کاروباري خورشید عالم وایي، که چیرې امن وای ، نو په دې تیر وخت کې به د پښتو موسیقۍ کاروبار تر دې هم زیاته ګټه کړې وه. ....

د پښتو میوزک یو بل وتلی ځوان سندرغاړې بختیار خټک وایي، که یو خوا بد امني ده ، نو بلخوا په ټولنه کې ډیر پرمختګونه هم روان دي ، او یو پکې د پښتو میوزک د مارکیټ پرمختګ هم دی.......

بختیار خټک دا هم وایې، باید پښتانه په دې فکر وکړي، چې هر یو کس په خپل ځای د خپل وس ترمخه د ټولنې د پرمختګ لپاره څه کولای شي، او دا شان باید دوی د پښتو میوزک د مارکیټ د ښه کالو لپاره کار وکړي، او دا یوه مهمه وجه کیدای شي، پښتنانه هنرمندان چې بد امنۍ ځپلي دي، یو ځل بیا په خپلو پښو ودریږي.

XS
SM
MD
LG