د لاسرسي ځای

تازه خبر

"پر کونړ د توپو ګولې اوري" دپاکستان انکار




د کونړ ولایت د دانګام ولسوالۍ اوسیدونکې وايي چې په تیرو څلرویشتو ساعتونو کې دپاکستان له لوري ددوی په ولسوالۍ له سلو زیاتي د توپونو توغندۍ راتوغول شوي او دري تنه يي ټپیان کړي .ډیر خلک یی د خپلو کورونو پریښودو ته اړ کړي دي .


بلخوا پاکستان هغه تورونه ردوکړي چى ګنې د دوی امنیتي ځواکونو د افغانستان په کونړ ولايت کې توغندي توغولي دي.

افغانستان تور لګولی چې پر ډیورنډ کرښه د پاکستان له دير سيمې د افغانستان پر کونړ ولايت ګن شمېر توغندي داغل شوي دي چې له وجې یې يو شمير خلک کډه کولو ته اړ شوي دي.

دکونړ د والي ویاند هم وايی د چهار شبني د شپی ترلسو بجو پوري له سلو زیاتې مرمۍ راتوغېدلې دي چې خلکو ته يي د مالي زیانونو ترڅنګ ځاني زیانونه هم اړولي دي
د دانګام د ولسوالۍ قومي مشر حاجي منزمین تیره شپه لس بجي په تلیفون مشال راډیو ته وویل چې له تیرو څلرویشت ساعتونو راهیسې يي پر له پسې په ولسوالۍ کې په لسګونو د توپونو ګولې داغل کېږي.

((پرون او نن تر یو سل او دیرشو پوري مرمۍ راغلي دي. ټولې په دي کلو لګیدلې دي . دا په سور کمر او زوړ برول لګیدلي دي ،په میوه لرونکو ونو ،غوزانو ،او کورونو لګیدلي دي.اوو اته سوه کورنۍ به له خپلو کورونو بې کوره شوی وي .درې تنه ټپیان شوي دي .))

د سیمې اوسېدونکی ملک عبدالرزاق وايي له سلو زیاتي مرمۍ دپاکستاني پوځ لخوا د دوي د ولسوالۍ په یو شمیر کلو راویشتل شوي .

((پرون شواروز کې یو نوي ګولۍ راویشتل شوي وي .پنځه شپیته به نن راغلي وي .همدا اوس هم لګیږي .نیمه ولسوالي بي کوره شوي ده.څوک اسمار او حتی ننګرهاره پوري تللي دي .))

دهغه په وینا چې دسي شنبي شپه او ورځ يي دمرمیو د زیاتوالي له امله په اور کې تیره کړي ده . خو نه يي تراوسه حکومتي چارواکو پوښتنه وکړه او نه دډزو په اندازه کې کمی راغی

((غوښتني مو وکړي چې په موږ ګولۍ را وریږي . خلک مو وژل کیږي .بي کوره کیږي ایا موږ مسلمانان او افغانان نه یو.))

ملک عبدالرزاق وايي دوي سره نزدي داسمار په ولسوالۍ کی د نړیوالو ځواکونو پوځي اډه موجوده ده . ټوله ورځ يې الوتکې ګرځي خو د مرمیو د بندولو لپاره يي هیڅ ونکړل.

د کونړ دوالي ویاند واصف الله واصفي مشال راډیو ته وویل چې دوی ته هم له دانګام څخه راپورونه رارسیدلي چې په ترڅ کې يې دوه تنه ټپیان شوي دي.

((بیګاه له اوو بجو نه دسهار تر څلورو بجو پوري یو پنځوس مرمۍ راغلي دي .اوس هم دوام لري.چې تقریبا چې دمازیګر دپنځو بجو پوري دولس فیره راغلي وي .د پنځوو نه د ماسخوتن تر اوو نیمو بجو پوري اتلس ثیره مرمۍ راغلي دي.خلک یی له ویري نورو سیمو ته کډه کوي .))

هغه وايي دوي دخپل مسولیت په اساس هره ورځ دراتوغول شوو .توغندیو دقیق شمیر او له امله يي درامنځ ته شوو زیانونو پوره لیست مرکزکابل ته لیږلی دی .او کیدای شي چې مرکزي حکومت په دې اړه هڅي پیل کړي وي.

((موږ مرکزي دولت په جریان کې اچولی دی .حتی چې د کورنیو او دفاع چارو وزارتونو او دامنیت شورا ته مو خبر ورکړی دی . درګوني کمیټه چې څوک په سرحد کې کار کوي هغوي .او بهرنیو دوستانو سره مو داموضوع شریکه کړي ده. نور تصمیم د مرکزي دولت کار دی چې هغوي به په دې برخه کې څومره کار کړی وي.))

خلک وايي پوره درې میاشتې کیږي چې دکونړ پر خاوره دپاکستان له لوري مرمۍ راویشتل کیږي . خو تراوسه نه افغان دولت اونه هم نړیوالې ټولنې داسې کوم ګام پورته کړ چې په وسیله يي روان بریدونه بند شي او کونړیان په سرحدي سیموکې خپل ارام ژوند بیرته پیل کړي .

تیره ورځ د خاص کونړ او نرنګ ولسوالیو کې د حج درخواستونو جمع کولو پر مهال راغونډو خلکو مظاهره وکړه او دپاکستان بریدونه یې وغندل. هغوی له افغان دولت او نړیوالي ټولني په کلکه غوښتنه وکړه چې باید په پاکستان زور راوړي چې خپلو بریدونو ته پای ته ورسوي.
XS
SM
MD
LG