د لاسرسي ځای

تازه خبر

امريکا بشري حقونه تر پښو لاندې کوي: جمي کارټر


د امریکا پخوانی ولسمشر جیمي کارټر
د امریکا پخوانی ولسمشر جیمي کارټر


هارون باچا - مشال راډیو

واشنګټن:- د امريکا پخواني ولسمشر جمي کارټر په نيويارک ټايمز ورځپاڼه کې ليکلي چې د امريکا حکومت د نړۍ په هېوادونو کې د هدفي وژنو په کولو سره د بشري حقونو په اړه خپل اخلاقي قوت له لاسه د ورکولو په حالت کې دی-


نوموړي د ترهګرۍ ضد مبارزې امريکايي پوليس د بشري حقونو د نړيوالې اعلاميې له ۳۰ څخه د ۱۰ مادو د سرغړونو له پاره تورن کړي دي- ښاغلی کارټر هغه رپوټونه چې وايي د امريکا جګ پوړي چارواکي په بهرنيو هېوادونو کې د خلکو، په شمول د امريکايي اتباعو، په هدفي وژنو کې لاس لري، د بشري حقونو د پښو لاندې کولو د امريکايي قوم د رويې د يو خپه کوونکي ثبوت په توګه ياد کړي دي-


جمي کارټر، چې په ۱۹۸۰ ز کال کې د ولسمشرۍ د چوکۍ تر پرېښودو وروسته په نړۍ کې د سولې له پاره د ده د کوښښونو په بدل کې ورته په ۲۰۰۲ ز کال کې د امن نوبل انعام ورکړل شو، د دې له پاره هم ستاييل کېږي چې د امريکا په بهرنۍ پالېسۍ کې يې د بشري حقونو موضوع ته مرکزي ځای ورکړی وو-


خو په خپله ليکنه کې چې د ((يو ازاري او غير عادي ريکارډ)) تر سر ليک لاندې خپره شوه، د امريکا دغې پخواني ولسمشر خبرداری ورکړی چې د امريکا حکومت په نړۍ کې د بشري حقونو د دفاع د يوه ستر ملاتړي له خپل رول څخه لګيا دی، تېښته کوي-


ښاغلي کارټر سپارښتنه کړې چې په داسې حال کې چې د نړۍ په هېوادونو کې ولسي پاڅونونه پيل شوي، د امريکا حکومت بايد د قانون او انصاف د نړيوالو اصولو د کمزوري کولو پر ځای د هغو د قوي کولو هڅې وکړي-


نوموړي چې د امريکا حکومت د بشري حقونو په کومو سرغړونو تورن کړی، په هغو کې ډرون بريدونه، د امريکايي اتباعو هدفي وژنې، د مشکوکو ترهګرو تنانو تر نامعلومې مودې پورې په بند کې ساتل، د هغوئ شکنجه کول او پرته له کوم وارنټه، د خلکو شخصي اليکټرونيکي اسناد پلټول، شامل دي-


ښاغلي کارټر په خپله ليکنه کې زياته کړې چې دا هر څه په امريکا د ۲۰۰۱ ز کال د سيپټمبر له ترورستي بريدونو وروسته، د دې هېواد د دوه ګونديز اجرايوي او مقننه قواوو په خوښه، چې د امريکا ولس هم ورسره خپل نارضاييت و نه ښود، پيل او لا پراخه شول-


جمي کارټر البته زياته نيوکه د القاعده د مشکوکو ترهګرو پر ضد د امريکا د ډرون بریدونو په پروګرام کړې ده، کوم چې د رپوټونه پر اساس، د پخواني ولسمشر جارج ډبليو بش په دوره کې پيل او د اوسني ولسمشر براک اوباما په هغې کې نور هم تېز کړای شو-


د ښاغلي کارټر په خبره، سره له دې خپل سري اصوله، چې په ډرون حمله کې وژل شوی يو سړی د دښمن ترهګر اعلان شي، ورسره په خوا کې د وژل شويو ښځو او ماشومانو په هکله وييل کېږي چې دوئ خو به نو پکې سر خوړلو-


نوموړي دغه راز وييلي، موږ ته هيڅ نه ده معلومه چې په دې حملو کې، چې د هرې يوې منظوري يې د واشنګټن د لوړو مقاماتو له خوا راغلې، څو سوه عام وګړي وژل شوي دي- جمي کارټر همداراز زياته کړې، دا هغه څه دي چې د تېرو وختونو په امريکايي حکومتونو کې به يې چا د کولو سوچ هم نه وای کړای-


نوموړي د ډرون بريدونو د اغېزو په اړه بيا ليکلي چې د دې حملو په نتيجه کې ځورول شوې کورنۍ له ترهګرو ډلو سره ملګرې شوي، د عامو خلکو احساسات زموږ خلاف راپارېدلي او د نړۍ ځپونکيو حکومتونو ته يوه پلمه په لاسو ورغلې چې خپل ظالمانه فعالييتونه زموږ د ډرون بريدونو په يادولو سره پټ کړي-


د امريکا حکومت په عين حال کې دريځ خپل کړی چې د ډرون بريدونو کمپاين يې د ترهګرۍ ضد جګړې يوه مهمه وسيله ده او دا چې په اړه به يې اسناد افشا نه کړي-
XS
SM
MD
LG