د لاسرسي ځای

تازه خبر

له اوږدې قرارۍ پس افغان بریدونو زور اخیستۍ


 د کابل قرغه کې پر سپوږمۍ هوټل له برید وروسته د یوه وسله وال بریدکونکې مړي ته افغان سربازان ولاړ دي
د کابل قرغه کې پر سپوږمۍ هوټل له برید وروسته د یوه وسله وال بریدکونکې مړي ته افغان سربازان ولاړ دي



ژباړه: ګل اياز، مشال راډيو
سرچينه: وال ستريټ ژورنال

وال سټريټ ژورنال ورځپاڼه ليکي چې په افغانستان کې له مودې قراري وروسته د اپريل او مې په مياشتو کې د طالبانو بريدونه سيوا شوي. په افغانستان کې ميشت ناټو ځواکونو د رپورت ترمخه وسلوالو طالبانو د مې په مياشت کې په ټول هيواد کې خوا شا درې زره بريدونه کړي چې د تېر کال پرتله ۲۱ فيصده سيوا دي. د شميرو ترمخه اپريل مياشت کې د تشدد دوه زره پېښې رامنځ ته شوي.


ورځپاڼه ليکي چې وسلوالو طالبانو پرله پسي په يولسو مياشتو کې بريدونه کم کړی وو، او د ناټو کمانډرانو دا خبره کوله چې په دي جګړه کې د طالبانو توان په کميدو دي.

ورځپاڼه ليکي د بريدونو تازه شميره ښيي چې په ۲۰۱۴ کال کې د ناټو ځواکونو وتلو نه وړاندي وسلوال طالبان له ماتی خوړلو نه ډير لرې ښکاري. سږ کال وسلوال طالبانو د سپرلي په عملياتو کې سخت بريدونه کړي چې د کابل مشهور تفريحي ځای پکې هم شامل دي.

افغان ولسمشر حامد کرزي د شورا ځانګړې غونډې ته په خپله وينا کې د وسلوالو طالبانو لخوا زيات شويو بريدونو ته په کتو سره وویل، چې هره ورځ له شلو نه واخلي تر ۲۵ پوري ځوانان د خپل هيواد لپاره سرونه شیندي.

بلخوا د امريکا د دفاع وزارت چارواکي وايي چې د مې مياشتې بريدونو کې د زياتوالي باوجود په مجموعي توګه د تير کال په پرتله د دښمانو په بريدونو کې کمی راغلې. ورځپاڼه د وزارت يو چاوراکي له خولی وايي چې د تير کال په پرتله دغه بريدونه شپږ فيصده کم دي.

ورځپاڼه ليکي چې اورپکې ډلې په اپيمو تکيه کوی خو د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد دغه اعادوی رده وی.

ورځپاڼه ليکي چې وسلوالو طالبانو په روان کال کې د لا نورو بريدونو تينګار کړي وو. زياتره افغان پوځي چارواکو په مرکو کې د طالبانو بريدونو ته اهميت نه دی ورکړي. ورځپاڼه د افغانستان په لویديځ کې ميشت د افغان ځواکونو وياند کرنل محمد نعمان حتفي له خولي وايي چې دغه شميره د طالبانو وړتيا نه ښیي . دده په خبره نه هغوی کومه ولکه لري او نه یې د افغان ځواکونو پوستې قبضه کړي.

دي وايي چې اورپکي نه خو په پوځي اډو بريدونه کوي او نه هم د سامانونو وړلو لاری تړلي شي، نو له دې ښکاره ده چې وسلوال قوي نه دي.
XS
SM
MD
LG