د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان مې پلرنی ټاټوبی دی. دیاسنګ انجان


نجیب عامر
ــــــــــــــــــــــــ


د یاسنګ انجان ، د پښتو ژبې خوږ ژبی شاعر دی . دی دافغانستان شهریت لري ، په پښتو او دري ژبو خبرې کوي او خوږه شاعري کوي.


دیاسنګ انجان د جنورۍ په دیارلسمه کال نولس سوه څلورشپیته کې د افغانستان د پکتیا ولایت مرکز ګردیز کې زیږیدلی دی.

ده تر اتم صنفه پورې د ګردیز په تجربوي ښونځي کې او تر دولسم صنفه یې د عبدالحۍ ګردیزي په لیسه کې ذدکړې کړي دي.

خو وروسته تعلیمي سلسله ترې ټکني شوه او په ازاد تجارت باندې یې پیل وکړ چې لا تر ننه پکې لګیا دی کار کوي.

دیا سنګ انجان وايي په اوم صنف کې و چې د شاعرۍ سره یې شوق پیداشو او اول غزل یې د اسحاق ننګیال په تشویق په ځوانانو مجله کې چاپ شو ، همدارنګه یې په وړانګه مجله کې هم په لومړنیو ورځو کې شعرونه چاپ شوي دي.

دیا سنګ انجان د شاعرۍ یو کتاب چاپ کړی چې ( ستا به یاد وي او که نه ) نومیږي، دا کتاب د افغانستان د قلم ټولنې له خوا چاپ شوی او خلکو تر ډیره بریده خوښ کړی دی.




دیا سنګ انجان وايي کله چې افغانستان کې جنګونه وو ، نو ددوی کورنۍ اړ شوه چې هندوستان ته کډه وکړي او هلته د کډوالۍ شپې سبا کړي. دوی تر اوسه هم هلته په هندوستان کې ژوند کوي او کله کله افغانستان ته هم تګ راتګ کوي.

دیاسنګ انجان وايي واده یې کړی او درې او لادونه لري، خو دا یې دویم واده دی ځکه چې اوله میرمن یې وفات شوې ده.

د پښتو ژبې کره کتونکي د دیاسنګ انجان شاعري خوږه ، روانه او د وخت سره سمه ګڼي ، انجان که مینه کړې نو په شاعرۍ کې یې د مینې اظهار هم کړی دی. د پښتو ژبې دا خو ږ ژبی شاعر دیا سنګ انجان نن د مشال راډیو د تاترې خپرونې میلمه دی نو د نن تاتره ددیاسنګ انجان په نوم ......

داخپرونه لاندې اوریدلی شئ



تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:48:41 0:00
د ډاېرېکټ لېنک
XS
SM
MD
LG